کرېکټ: د پنځو زونونو تر منځ سیالۍ پیلیږي

Image caption افغانستان کې د لوبو پرمخت د افغانانو د ملي یووالي لامل کېږي کرېکټ بورډ

په پام کې ده چې په لومړي ځل د افغانستان دننه د کرېکټ سیالیو پایلې په ژوندۍ بڼه د کرېکټ په برخه کې د کرېکټ انفو، مشهورې نړیوالې ویبپاڼې له لارې خپرې شي.

په لومړي ځل به په دغې ویب پاڼې کې د افغانستان د کرېکټ د پنځو زونونو د کرکټ لوبډلو ترمنځ د څلور ورځنیو سیالیو پایلې په ژوندۍ بڼه خپرې شي. د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي دغه لوبې په کابل او ننګرهار ولایتونو کې ترسره کېږي.

(( د افغانستان کرېکټ بورډ لومړی ځل وتوانېد، د کرېکټ پنځو زونونو تر منځ څلور ورځنۍ سیالۍ پيل کړي. دغه سیالۍ به کابل او ننګرهار کې ترسره کېږي، چې ۴۱ ورځې دوام وکړي.))

له دې مخکې افغانستان کې د کرېکټ مینه والو لپاره ښه زیری دا و، چې تېر اګست میاشتې لومړیو کې د افغانستان کرېکټ بورډ د یوې اعلامیې په ترڅ کې وویل، هند په کندهار کې د کرېکټ لوبغالي د جوړولو لپاره له دغه هېواد سر د یو میلیونو ډالرو مرسته کړې.

اعلامیې کې ویل شوي و، دغه لوبغالی د افغانستان د کرېکټ بورډ لخوا ځانګړې شوې ځمکې باندې جوړیږي چې د کندهار ښار په عینو مېنه سیمه کې موقعیت لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، په افغانستان کې د لوبو پرمختک لکه کرېکټ او فوټبال د افغانانو د ملي یووالي لامل کېږي په ځانګړي ډول د ځوانانو تر منځ، او هیله یې څرګنده کړې چې د دغه لوبغالی جوړول به د ولس د پرمختک او اوساینې سبب شي.