هند ویسټ انډیز ته سفرونه ځنډولي او قانوني ګام پورته کوي

Image caption ټاکل شوې وه چې دواړه لوبډلې به په هند کې ۵ یو ورځنۍ، یوه شل اوریزه او ۳ ټیسټ لوبې کوي.

د هند کرېکټ بورډ ویسټ انډیز ته د کرېکټ ټول راتلونکي سفرونه ځنډولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ویسټ انډیز لوبغاړي تېره اوونۍ هند کې د کرېکټ له روانو لوبو لاس په سر شوي وو.

د ویسټ انډیز لوبغاړو له څلورمې یو ورځنۍ لوبې وروسته نورې پاتې سیالۍ خپل کرېکټ بورډ سره د پیسو د لانجې پر سر خوشې کړې وې.

ټاکل شوې وه چې هند به ویسټ انډیز ته د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ او مارچ په میاشتو کې سفر کوي.

خو د هند کرېکټ بورډ ویلي د دواړو هېوادونو تر منځ ټول سفرونه (ځنډول) شوي دي.

دوی همدا راز ویلي چې د ویسټ انډیز کرېکټ بورډ پر وړاندې به قانوني ګام پورته کوي.

ویل کېږي چې د ویسټ انډیز د دغې پرېکړې له کبله د هند کرېکټ بورډ ته شاوخوا ۶۵ میلیون ډالرو تاوان اوښتی.

ټاکل شوې وه چې دواړه لوبډلې به په هند کې ۵ یو ورځنۍ، یوه شل اوریزه او ۳ ټیسټ لوبې کوي.

هند به اوس د نومبر پر دوهمه نېټه له سریلنکا سره د ۵ یو ورځنیو لوبو سیریز پیلوي.

د ویسټ انډیز کرېکټ بورډ پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې لوبډلمشر ډوین براوو دوی ته خبر ورکړ "لوبغاړو پرېکړه کړې چې له هند سره د سفر پاتې لوبې به نه کوي".

د بورډ چارواکو ویلي دوی هند ته د یوې بدیلې لوبډلې د چمتو کولو وړاندیز وکړ خو د هند کرېکټ بورډ ته د "منلو وړ نه و".

ورته مطالب