پیسټوریس د مړینې په قضیه کې پر ۵ کاله بند محکوم شو

د انځور حقوق Reuters
Image caption پیسټوریس په تېروتنه قتل کې ګرم بلل شوی و خو د قصدي قتل په تور کې سپین ختلی و.

د سوېلي افریقا په دواړو پښو شل د پارالمپیک اتل لوبغاړی اسکر پیسټوریس د خپلې ملګرې ریوا سټینکمپ د قتل په قضیه کې پر ۵ کاله بند محکوم شوی دی.

د سوېلي افریقا د پرېټوریا ښار په محکمه کې قاضۍ توکوزیل مسیپا پیسټوریس ته د وسلو ساتلو په تور کې هم ۳ کاله معلق بند ورکړ.

څارنوالانو لږ تر لږه د لس کاله بند غوښتنه کړې وه خو مدافع وکیلانو د بند پر ځای پیسټوریس ته د ټولنیزو خدمتونو مسولیت ورکولو او په کور نظر بند کولو غوښتنه کړې وه.

پیسټوریس په تېروتنه قتل کې ګرم بلل شوی و خو د قصدي قتل په تور کې سپین ختلی و.

مدافع وکیل بېري راکس وویل تمه ده چې پیسټوریس لس میاشتې په بند کې او پاتې موده په کور کې د نظر بندۍ په حالت کې تېره کړي.

د ریوا سټینکمپ مور او پلار ویلي چې دوی د محکمې پر دغې پرېکړې خوشاله دي او د قضیې په پای کې اوس دوی د ارامۍ احساس کوي.

د سټینکمپ د کورنۍ یوه وکیل ډوپ ډي برون د محکمې پرېکړې په غبرګون کې وویل "عدالت پلی شو".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پیسټوریس تېر کال د وېلېنټاین ډې (مینانو) پر ورځ خپله ملګرې اغلې سټینکمپ په ډزو ووژله.

قاضۍ مسیپا وویل: "پر بند محکومولو کې مهمه خبره سم انډول ساتل دي. پر بند محکومول اسانه پرېکړه نه ده".

نوموړې زیاته کړه چې د سزا، د راتلونکې لپاره د مجرم په زړه کې ډار او بیا رغونې تر منځ باید انډول وساتل شي.

مدافع وکیلانو ویلي و چې پیسټوریس به د عادي کسانو په پرتله بند کې ډېر وځورېږي خو قاضۍ دغه استدلال نهیلی کونکی وباله.

قاضۍ مسیپا وویل هغه ډاډه ده چې بند کې به د معذوره بندیانو لپاره ځانګړې ترتیبات په نظر کې نیول شوي وي.

نوموړې همدا راز وویل که پیسټوریس په بند محکوم نه شي او یوازې کور کې نظر بند شي نو دا چاره به ټولنې تا ناسم پیغام ورکړي.

اپیلونه

۲۷ کلن پیسټوریس یوازینی معذوره لوبغاړی دی چې په اولمپیک او پارالمپیک دواړو سیالیو کې لوبېدلی دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption قاضۍ مسیپا وویل که پیسټوریس په بند محکوم نه شي او یوازې کور کې نظر بند شي نو دا چاره به ټولنې تا ناسم پیغام ورکړي.

نوموړي تېر کال د وېلېنټاین ډې (مینانو) پر ورځ خپله ملګرې اغلې سټینکمپ په ډزو ووژله.

دی وايي چې هغه یې په تېروتنې ویشتلې ځکه وېره یې لرله چې کور ته یې غل ننوتی.

۲۹ کلنه اغلې سټینکمپ موډله، د تلویزون هنرمنده او د حقوقو له پوهنځي فارغه په پېښه کې د تشناب د دروازې له لارې درې ډزه لګېدلې وه.

محکمې اووه میاشتې دوام وموند او د سوېلي افریقا په ګډون یې په ټوله نړۍ کې د خلکو پام ځان ته را وګرځوو.

مخکې تر دې، کارپوهانو ویلي وو چې په تېروتنه د قتل په قضیه کې مجرم ته عموما شاوخوا ۱۵ کاله بند ورکول کېدای شي.

خو د محکمې له پرېکړې سربېره، ښايي قضیه له ختمه نه وي.

څارنوالان او مدافع وکیلان دواړه د محکمې د پرېکړې پر وړاندې د اپیل کولو حق لري.

ورته مطالب