د یونس خان سلیزې پاکستان وژغوره

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان کرېکټ بورډ یونس خان د استرالیا سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ پر مهال له پامه غورځولی و.

د پاکستان او استرالیا تر منځ په متحده عربي اماراتو کې د دوو ټیسټ لوبو د لړۍ د لومړي ټیسټ په اوله ورځ یونس خان د خپلې ۲۵ سلیزې پر مټ پاکستان له یوه سخت حالته وژغوره.

یونس خان چې پاکستان له استرالیا سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ پر مهال له پامه غورځولی و د پاکستان یوزاینی توپ وهونکی دی چې د ټولو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو پر وړاندې یې سلیزې کړې دي.

د لوبې پچه د پاکستان لوبډلمشر مصباح الحق وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

مصباح په دې اند و چې د ټیسټ لومړۍ څو ورځې ښايي د توپوهنې لپاره ښې وي او وروسته بیا ورو بالران ښه وځلېږي.

پاکستان په دې لوبه کې د پښتونخوا دوه نوي لوبغاړي، د دیر ځوان تېز بالر عمران خان او د صوابۍ ورو توپ اچونکي یاسر شاه ته په لومړي ځل د ټیسټ لوبو چانس ورکړ.

توپوهنه کې د پاکستان پیل ښه نه و او یوازې په ۷ منډو یې د سر دوه لوبغاړي احمد شهزاد او محمد حفیظ وسوځېدل.

د استرالیا له خوا میچل جانسن په زړه پورې تېز بالنګ وکړ او د پاکستان توپوهونکی یې له ستونزه سره مخامخ کړل.

نوموړي په ۲۰ اورونو کې یوازې ۲۲ منډې ورکړې چې ۱۳ مېډن اورونه په کې شامل و او د پاکستان ۳ لوبغاړي یې وسوځول.

خو اظهر علي او یونس خان د درېیمې وېکټې لپاره ښه لوبه وکړه او په خپله ملګرتیا کې یې ۱۰۸ منډې وکړې.

دوی دواړو که څه هم ډېر ورو توپوهنه وکړه خو پاکستان یې له نور زیانه وژغوره.

اظهر علي په ۵۳ منډو او یونس خان په ۱۰۶ منډو وسوځېد. دواړه بیټسمینان میچل جانسن وسوځول.

د ورځې تر پایه پاکستان یوازې ۲۱۹ منډې جوړې کړای شوې او ۴ لوبغاړي یې وسوځېدل.

پاکستان به په دې هڅه کې وي چې په دوهمه ورځ له ۳۰۰ ډېرې منډې جوړې کړي او پر استرالیا د خپل ورو بالنګ په مټ فشار واچوي.

ورته مطالب