افغان ځوانانو ایران ته په ۱۰ وېکټو ستره ماته ورکړه

Image caption د افغان شپاړلس کلنو توپ اچونکو له لوري یوسف د سیالې لوبډلې ۶ او قیس ۲ لوبغاړي وسوځول.

په قطر کې د شپاړلس کلنو ځوانانو د کرېکټ په اسیایي سیالیو کې نن د افغانستان کرېکټ ملي شپاړلس کلنې لوبډلې په خپله لومړۍ سیالۍ کې د ایران لوبډلې ته لویه ماته ورکړه.

د لوبې پچه د ایران لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه.

دوی یوازې تر ۱۶ اوور پورې لوبې ته ادامه ورکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یې افغان شپاړلس کلنو لوبغاړو ته یوازې د ۲۷ منډو هدف ورکړ.

د افغان شپاړلس کلنو توپ اچونکو له لوري یوسف د سیالې لوبډلې ۶ او قیس ۲ لوبغاړي وسوځول.

افغان شپاړلس کلنو توپوهونکو ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۳ اوور کې بشپړ کړ.

یوسف د سیالۍ غوره لوبغاړی وپیژندل شو.

ټاکل شوې سبا د افغانستان ملي شپاړلس کلنه لوبډله خپله دوهمه سیالي د قطر لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

بل خوا د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې په متحده عربي اماراتو کې د روزنیز کمپ او د متحده عربي اماراتو او نوی زیلاند الف لوبډلې پر وړاندې د سیالیو لپاره ۱۹ کسیزه ملي لوبډله اعلان کړه.

د هیواد ملي لوبډله به په اماراتو کې د ۳ اوونیو تمریناتي کمپ کې ونډه واخلي چې د نوی زیلاند الف او د اماراتو ملي لوبډلې پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو څخه وروسته به د نړیوال جام سیالیو لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله وټاکل شي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به د دغه سفر په ترڅ کې ۵ سیالۍ ولري چې لومړۍ سیالي به یې د نومبر په ۲۶ نېټه د نوي زیلاند الف لوبډلې په وړاندې وي.

پاتې څلور سیالۍ به د متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې پر وړاندې د نومبر په ۲۸ او ۳۰ او د دسمبر په ۲ او ۴ نیټه تر سره کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد په دې اړه ویلي:

"موږ له پوره چمتووالي سره د راتلونکو پړاونو په لوري مزل کوو. زموږ ملي لوبډله د نویو پیاوړو روزونکو په معیاري لارښونه د چمتووالي له یوې خورا کره لړۍ څخه تیریږي".

ورته مطالب