پاکستان تر استرالیا ۱۸۹ منډې وړاندې دی

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان له لوري د صوابۍ ورو توپ اچونکي یاسر شاه ۳ وېکټې واخیستې.

د پاکستان او استرالیا تر منځ دوبۍ کې د دوو ټیسټ لوبو د لړۍ د لومړي ټیسټ د درېیمې ورځې تر پایه پاکستان ۱۰ وېکتې لرلې او تر استرالیا ۱۸۹ منډې وړاندې و.

د درېمې ورځې په پیل کې استرالیا ۱۱۳ منډې درلودې او لا یې یو لوبغاړی هم نه و سوځېدلی.

داسې ښکارېده چې استرالیا به د پاکستان د لومړي اننګز سترو ۴۵۴ منډو ته ښه ځواب ووايي خو د دوی توپوهونکو نن د پام وړ هېڅ ملګرتیا جوړه نه کړای شوه.

د پاکستان ورو توپ اچونکو نن، چې پیچ ورو بالنګ ته ډېر مناسب و، په پرتلیز ډول ښه توپ اچونه وکړه او په ګډه یې د استرالیا ۶ مهم لوبغاړي وسوځول.

استرالیا یو ځل بیا وښوده چې د ورو توپ اچونکو پر وړاندې بالنګ ته په مناسب پیچ ښه بیټنګ نه شي کولی.

استرالیا خپله لومړۍ وېکټه پر ۱۲۸ منډو له لاسه ورکړه او تر دې وروسته یې نورې وېکټې هم ژر ژر له لاسه ورکړې.

د ډېوېد وارنر په زړه پورې ۱۳۳ منډو پرته د استرالیا بل هېڅ توپ وهونکی ښه و نه ځلېد او ټول ټیم په ۳۰۳ منډو وسوځېد.

دغه راز پاکستان په لومړي اننګز کې له استرالیا ۱۵۱ منډې وړاندې شو چې د پیچ خرابېدونکي حالت ته په کتو دا منډې د ډېر پام وړ دي.

د پاکستان له لوري د صوابۍ ورو توپ اچونکي یاسر شاه ۳، د دیر تېز بالر عمران ۱ او بل ورو توپ اچونکي ذولفقار بابر ۲ وېکټې واخیستې.

په دوهم اننګز کې پاکستان د ورځې تر پایه ۳۸ منډې جوړې کړې او وېکټه یې له لاسه ورنکړه.

په دې ترتیب، پاکستان اوس له استرالیا په ټولیز ډول ۱۸۹ منډې وړاندې دی او سبا پر څلورمه ورځ به یې هڅه دا وي چې چټکې منډې جوړې او بالنګ ته چمتووالی ونیسي.

سبا ښايي پاکستان دې پرېکړې ته اړ شي چې له څومره منډو وروسته بیټنګ استرالیا ته ورکړي چې په پاتې دوو ورځو کې خپله ګټه تضمین کړي او د میچ د برابرېدو یا ان د استرالیا د ګټې مخه ونیسي.

ورته مطالب