بنګله دیش د ژوند شپږمه لوبه وګټله

Image caption په دوهم ځل بیټنګ کې د بنګله دیش د سر درې لوبغاړي په حیرانونکي ډول په صفر وسوځېدل.

د بنګله دیش او زمبابوی تر منځ د دریو ټیسټ لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې کوربه بنګله دیش له یوې سختې سیالۍ وروسته زمبابوی ته په دریو وېکټو ماته ورکړه.

بنګله دیش تر اوسه د ټیسټ ټولټال ۸۶ لوبې کړې، ۷۰ یې بایللې، ۱۱ یې برابرې کړې او یوازې ۵ لوبې یې ګټلې دي.

د لوبې پچه زمبابوی وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. زمبابوی په لومړي ځل بیټنګ کې ۲۴۰ منډې وکړې.

تر ټولو ډېرې په کې د سکندر رضا ۵۱ منډې وې چې د په ۱۲۲ توپونو وکړې.

په بالنګ کې د بنګله دیش له لوري ال رونډر شکیب الحسن ۶ او زبیر حسین ۲ وېکټې واخیستې.

د زمبابوی د ۲۴۰ منډو په ځواب کې بنګله دیش په لومړي ځل بیټنګ کې ۲۵۴ منډې جوړې کړای شوې.

د بنګله دیش له خوا د دوی کپتان مشفیق الرحیم ۶۴، محمودالله ۶۳ او مومن الحق ۵۳ منډې جوړې کړې.

دغه راز په لومړي اننګز کې بنګله دیش تر زمبابوی یوازې ۱۴ منډې مخکې شو.

د زمبابوی تیز بالر پنینګارا د بنګله دیش ۵ لوبغاړي وسوځول.

په دوهم ځل بیټنګ کې د زمبابوی توپوهونکي ښه و نه ځلېدل او ټول ټیم یې پر ۱۱۴ منډو وسوځېد.

په دې ترتیب زمبابوې بنګله دیش ته د لوبې د ګټلو لپاره یوازې د ۱۰۱ منډو هدف وټاکه.

د بنګله دیش کیڼ لاسي ورو توپ اچونکي تاج الاسلام په زړه پورې بالنګ وکړ او د سیال ټیم ۸ لوبغاړي یې وسوځول.

نوموړی د بنګله دیش لومړی توپ اچونکی دی چې د ټیسټ لوبو په یوه اننګز کې ۸ وېکټې اخلي.

د زمبابوی له خوا یوازې برنډن ټېلر یو څه ښه توپوهنه وکړه او ۴۵ منډې یې جوړې کړې خو نور ټول توپوهونکي یې په لږو منډو وسوځېدل.

د ۱۰۱ منډو هدف ته په کتو داسې ښکارېده چې ګواکې بنګله دیش به زمبابوی ته په اسانۍ ماته ورکړي خو دوی له ډېرو ستونزو سره مخ شول.

د بنګله دیش د سر درې لوبغاړي په حیرانونکي ډول په صفر وسوځېدل. دا د ټیسټ لوبو په تاریخ کې په دوهم اننګز کې د یوه ټیم تر ټولو خراب پیل دی.

تر دې وړاندې انګلستان په کال ۱۹۰۲ کې د استرالیا پر وړاندې د یوې ټیسټ لوبې په دوهم اننګز کې د سر دوه لوبغاړي په صفر منډو له لاسه ورکړي وو.

وروسته بیا پر ۸۲ منډو د بنګله دیش ۷ لوبغاړي سوځېدلي وو خو پای کې یې د ۱۰۱ منډو هدف تر لاسه کړ.

د زمبابوی له خوا ایلټن چېګمبورا ۴ او پنینګارا ۲ لوبغاړي وسوځول.

د بنګله دیش تاج الاسلام چې په لومړي اننګز کې یې یوه او دوهم اننګز کې ۸ وېکټې اخیستې وې د دغه ټیسټ لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

د دواړو ټیمونو تر منځ د ټیسټ لوبو د لړۍ دوهمه هغه به د نومبر پر درېیمه نېټه د بنګله دیش په کهلنا لوبغالي کې کېږي.

ورته مطالب