کرېکټ: لومړۍ ورځ د پاکستاني توپ وهونکو وه

د انځور حقوق AFP
Image caption یونس خان له ۱۹۲۴ کال راهیسې لومړی لوبغاړی دی چې د اسټرالیا پر وړاندې یې درې پرله پسې سلیزې کړي

د پاکستان او اسټرالیا تر منځ د دویمې ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ د پاکستان توپ وهونکي برلاسي وو.

د لومړۍ ورځې تر پایه پاکستان د دوو لوبغاړ پر سر ۳۰۱ منډې جوړې کړې وې.

د پاکستان تکړه توپ وهونکيي یونس خان او اظهر علي دواړو سلیزې پوره کړې.

د ټېسټ سیریز په روانو لوبو کې دا د یونس خان پرله پسې درېیمه سلیزه ده.

نوموړي تر دې وړاندې د لومړۍ ټېسټ لوبې په دواړو پاڼیو کې سلیزې پوره کړې وې.

یونس خان له ۱۹۲۴ کال راهیسې لومړی لوبغاړی دی چې د اسټرالیا پر وړاندې یې درې پرله پسې سلیزې کړي.

د لومړۍ ورځې لوبې په پای کې یونس خان په ۱۱۱ او اظهر علي په ۱۰۱ منډو ناسوځېدلي وو.

د دواړو توپ وهونکو ترمنځ د درېیمې ویکټې لپاره د ۲۰۸ منډو ملګرتیا وشوه.

تر دوی وړاندې د پاکستان د پیل توپ وهونکی احمد شهزاد چې په لومړۍ لوبه کې یې سلیزه پوره کړې وه په ۳۵ منډو وسوځېد.

پر نوموړي سربېره محمد حفیظ هم یوازې د ۴۵ منډو پر جوړولو وتوانېد.

پاکستان تر دې وړاندې لومړۍ ټېسټ لوبه ګټلې وه او اوس د روانو لوبو په لړۍ کې ۱-۰ مخته دی.

ورته مطالب