پرېمیر ليګ کې د نيوکاسل، ارسنال او چلسي بری

د انځور حقوق Getty

د انګلستان پرېمير ليګ کې د شنبې پر ورځ اووه لوبې وشوې چې جدول کې یې ډېر بدلون نه دی راوستی.

مهم بری د نيو کاسل و، چې ليور پول ته يې د لوبې په ۷۳ مه دقيقه کې په يو ګول ۱-۰ ماتې ورکړه.

د الن پارډېو تر روزنې لاندې د نيو کاسل سېک ستنېدا روانه ده، چې د ليورپول پر وړاندې لوبه يې څلورم پرله پسې بری و.

په دې بري سره نیو کاسل د پرېمیر ليګ جدول کې ۱۱ ځای ته ختلی دی.

په بله لوبه کې ارسنل د بورنلي پر وړاندې په ۳-۰ بري سره د برېميرليګ جدول کې خپل څلورم ځای ساتلی دی.

دا سږنی لوبيز موسم د ارسنال لومړی ځل دوهم پرله پسې بری و.

د لوبې دوه ګولونه د چيلي الېکسېز سانچېز په ۷۰ او ۹۰ مه دقيقه او بل ګول یې کالم چمبرز په ۷۲ مه دقيقه کې وکړ.

سانچېز د شنبې لوبې ګولونو سره سږنی موسم تر دې دمه ټولټال ۱۰ ګولونه کړي دي.

چلسي بيا د کوينز پارک رنجرز پر وړاندې د شنبې لوبه کې په ۲-۱ بري سره د پرېمير ليګ جدول سر کې خپل ځای لا پیاوړی کړی او په ۲۶ ټکيو له ورپسې سوت همپټن ۴ پواينټونه مخکې ده.

د چلسي لپاره يې ګولونه برزايلی اوسکار په ۳۲ مه دقيقه او اېډن هزارډ په ۷۵ مه دقيقه کې له پېنلټۍ وکړ.

د شنبې (نومبر لومړۍ) پرېميرليګ لوبې

نيو کاسل ۰-۱ ليور پول
ارسنال ۰-۳ برونلي
چلسي ۱-۲ کوینز پارک رېنجرز
اېورټن ۰-۰ سوانزي
هل ۱-۰ سوتهمپتن
ليسټر ۱-۰ وېسټ بروم
سټوک ۲-۲ وېسټهام

د شنبې بري سره چلسي له مخکيني اتل مانچسټر سيټي نهه پوانټونه وړاندې ده، خو که سيټي د يکشنبې پر ورځ پر خپل ګاونډي يونايټېډ بريالي شو، نو دا توپير شپږو ته راټيټولی شي، او په جدول کې به درېيم ځای نيسي.

د يکشنبې پر ورځ (د نومبر پر دوهمه) به مانچسټر یونايټېډ له خپل ګاونډي مانچسټر سيټي او ټوټهام له اسټون وېلا سره لوبېږي.

پرېميرليګ جدول

ځای لوبډله لوبې ګ توپير ټکي
۱ چلسي ۱۰ ۱۶ ۲۶
۲ سوتهمپټن ۱۰ ۱۶ ۲۲
۳ مانچسټر سيټي ۹ ۹ ۱۷
۴ ارسنال ۱۰ ۷ ۱۷
۵ وېسټهام ۱۰ ۵ ۱۷