"ژمي کې د ۲۰۲۲ کال فوټبال جام تر سره کېدو ملاتړی یم"

د انځور حقوق PA
Image caption "کلبونه لوبه نه کوي، لوبغاړي یې کوي او د لوبغاړو لپاره په ۴۰ درجې سانتي ګراد کې لوبه کول ناشونې ده"

د اروپايي فوټبال فدراسیون مشر مایکل پلاټیني بي بي سي ته وویل چې په قطر کې ترسره کېدونکې د ۲۰۲۲ کال فوټبال نړیوال جام لوبې باید په ژمي کې وشي.

د نوموړي دغه نوی دریځ د اروپا د فوټبال ځینو لیګونو او کلبونو سره په مخامخ ټکر کې دی چې غواړي د می په میاشت کې دې د فوټبال نړیوال جام لوبې وشي.

د فوټبال نړیوال کپ لوبې هر وخت د جون او جولای په میاشتو کې کېږي خو فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون ویلي و چې په جون، جولای کې د قطر توده هوا کیدلی شي د لوبغاړو روغتیا په خطر کې واچوي.

پلاټیني وویل:

"نړیوال جام به هېڅکه هم په اپریل، می او یا هم جولای کې ونه شي. په ژمي کې به وي"

نوموړي زیاته کړه چې د ۲۰۲۲م کال د چیمپینزلیګ لوبو نیمه پایلوبه او پایلوبه کېدلای شي چې هماغه کال د جون په میاشت کې ترسره شي.

"کلبونه لوبه نه کوي، لوبغاړي یې کوي او د لوبغاړو لپاره په ۴۰ درجې سانتي ګراد کې لوبه کول ناشونې ده"

د انګلستان پریمیرلیګ، د اسپانیې لالیګا او د جرمني بنډزلیګا ویلي که می کې د نړیوال جام لوبې ترسره شی نو د لیګ لوبې به له خنډ سره مخامخ کړي.

فیفا هڅه کوي چې د جون او جولای پر ځان د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام لوبو ته بدیله نېټه ولټوي.

غوره مهال ورته د ژمي نومبر، دسمبر او یا هم جنوري، فبروري ګڼل کېږي.

د فوټبال د نړۍ وتلې څېرې په زیورېښ ښار کې سره ناستې ته راټول شوي و چې دغه جنجال ته د حل لار ولټوي.

ټاکل شوې چې دویمه ناسته به یې د راتلونکي کال په جنوري کې ترسره شي.

اندېښنه دا ده که د نړیوال جام لوبې په جنوري او فبروري کې ترسره کېږي نو بیا د ژمي اولمپیک لوبو سره ټکر کې راځي.

ورته مطالب