"د مانچسټر یونایټېډ رغول به ۳ کاله وخت ونیسي"

د انځور حقوق AP
Image caption "زه د مانچسټر یونایټېډ مینه والو لپاره خواشینی یم ځکه دوی پر ما، پر لوبغاړو او پر دغې لوبډلې خورا ډیر باور لري"

د انګلستان غوره لیګ مشهورې لوبډلې مانچسټر یونایټېډ روزونکي لویي وان ګال ویلي چې کم تر کمه درې کلونو ته اړتیا ده چې مانچسټر یونایټېډ ورغوي او بېرته خپل پخواني پیاوړي حالت ته ستنه شي.

ښاغلي وان ګال دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې تېره اونۍ مانچسټر یونایټېډ له خپلې سیالې لوبډلې مانچسټر سټي سره لوبه یو صفر وبایلله.

د سږني لوبیز کال پیل له ۱۹۸۶م کال راهیسې د مانچسټر یونایټېډ تر ټولو بد پیل دی او په لسو لوبو کې یې یوازې ۱۳ پواینټونه ترلاسه کړي دي.

۶۳ کلن لویي وان ګال وویل

"هو لوبډله مو ښه نه لوبېږي، خو لکه څرنګه چې ما د خپلې دندې د پیل په لومړیو ورځو کې وویل موږ د رغونې له یوه بهیره تېرېږو او دا به وخت اخلي چې لوبډله مو خپل پخواني پیاوړي حالت ته ستنه شي"

نوموړي وویل چې دغه بهیر به شاوخوا درې کاله وخت واخلي.

نوموړي زیاته کړه

"زه د مانچسټر یونایټېډ مینه والو لپاره خواشینی یم ځکه دوی پر ما، پر لوبغاړو او پر دغې لوبډلې خورا ډیر باور لري"

مانچسټر یونایټېډ د پرېمیئرلیګ سږني پېر او پلور کړکۍ کې د ریال مادرید منځ ډګری لوبغاړی انجل دي مریا په ۵۹.۷ مېلیون پاونډه وپېره چې په پرېمیئرلیګ کې د پېرل شویو لوبغاړیو تر ټولو لوړه بیه ده.

ورته مطالب