افغان کرېکټ لوبډلې مالیزیا ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرېکټ ۱۹ لوبغاړو لوبډلې نن د اسیا د غوره جام سیالیو په ترڅ کې خپله لومړنۍ سیالي د مالیزیا له لوبډلې سره وکړه چې په ۱۰ ویکټو یې ترې وګټله.

د مالیزیا لوبډلې د پچې په ګټلو د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په ۳۷ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو افغانستان ته د ۱۰۲ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبغاړو دغه هدف په ۱۰ اورونو کې پوره کړ او هېڅ لوبغاړی یې اوټ نه شو.

دا لوبې په کویت کې روانې دي او په پام کې ده چې سبا (د نوامبر ۱۰مه) افغان لوبډله د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکي هیله من دي او وايي د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبغاړو پر وړتیا بارو لري چې د متحده عربي اماراتو له لوبډلې به هم لوبه وګټي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو کرېکټ لوبډلې تر دې وړاندې دوه ځلې د اسیا د غوره جام اتلولي ګټلې ده.

ورته مطالب