فوټبال: د جنوبي اسیا د ښځینه لوبغاړو سیالۍ نن پیلېږي

د انځور حقوق AFF
Image caption د ۲۰۱۲ کال په سیالیو کې چې په سریلنکا کې ترسره شوې افغانستان نیمه پایلوبې ته وتلی و

د جنوبي اسیا د ښځینه لوبغاړو فوټبال چیمپیئن شېپ نن (نومبر ۱۱) د پاکستان په اسلام اباد کې پیلېږي.

د پاکستان د فوټبال فدراسیون د سیالیو پر مهال د کلک امنیت ډاډ ورکړی.

دغه سیالۍ ساف یا د جنوبي اسیا د فوټبال فدراسیون لخوا جوړې شوي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان، هند او پاکستان په ګډون د جنوبي اسیا اته لوبډلې ګډون لري.

دا د ساف سیالیو درېیم جام دی او د نومبر له ۱۱مې به د نومبر تر ۲۰مې نېټې دوام ولري.

د جنوبي اسیا د ښځینه لوبغاړو د فوټبال سیالیو د تېر ځل جام د هند لوبډلې ګټلی و.

په تېر څه وخت کې پر واګا پولې او د نا امنۍ ځینو نورو پېښو پاکستان کې د دغو سیالیو ترسره کېدل له خطر سره مخ کړي و خو د پاکستان د فوټبال فدراسیون او امنیتي ادارو د سیالیو پر وخت د کلک امنیت ټینګولو ډاډ ورکړی.

دا لومړی ځل دی چې پاکستان کې دا ډول د لوړې کچې لوبې ترسره کېږي.

د هند لوبډله چې تر دې وړاندې یې دوه ځل دغه اتلولۍ ګټلې نن د سې شنبې په ورځ (نومبر ۱۱) اسلام اباد ته ورغلې ده.

د افغانستان لوبډله لا د یکشنبې په ورځ (نومبر ۹) اسلام اباد ته تللې وه.

افغانستان د دغه سیالیو په لومړي جام کې چې په ۲۰۱۰ کال کې بنګله دېش کې ترسره شو خپله یوه لوبه مساوي کړې وه او دوه لوبې یې بایللې وې.

د ۲۰۱۲ کال په سیالیو کې چې په سریلنکا کې ترسره شوې افغانستان نیمه پایلوبې ته وتلی و.

هغه کال افغانستان له پاکستان نه هم خپله لوبه ګټلې وه خو په نیمه پایلوبه کې یې بیا هند ته وبایلله.

افغانستان د سریلنکا، بوټان او مالدیف ترڅنګ په بي ګروپ کې راځي.

ورته مطالب