کرېکټ: افغانستان نېپال ته ماتې ورکړه

Image caption که افغانستان خپله وروستۍ لوبه له کوېته وګټله نو د راتلونکي نړیوال جام لوبو ته به لار پیدا کړي

د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې په کوېت کې د نړیوال جام لوبو غوراوي سیالیو په لړ کې نن نېپال ته هم ماتې ورکړه.

که افغانستان خپله راتلونکې لوبه له کوېته وګټله نو د نړیوال جام لوبو ته به لار پیدا کړي.

دا پرله پسې درېیمه لوبه ده چې د افغانستان لوبډله یې ګټي.

په نننۍ (نومبر ۱۴) لوبه کې د افغانستان لوبډلې نېپال ته په پنځو وېکټو ماتې ورکړه.

پچه افغانستان وګټله او لومړی یې نېپال توپ وهنې ته راوباله.

د نېپال ټوله لوبډله په ۴۵م اوور کې په ۱۳۴ منډو وسوځېده او افغانستان ته یې د ۱۳۵ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان په توپ اچوونکو کې راشد خان تر نورو ښه وځلېد او څلور لوبغاړي يې وسوځول.

د هدف په تعقیب کې د افغانستان د لوبډلې پیل هم ښه نه و او په ۳۳ منډو یې دوه د پیل لوبغاړي سوځېدلي و.

افغان توپ وهونکي شاهد الله ښه توپ وهنه وکړه او ۵۲ منډې یې جوړې کړې.

افغانستان دغه کوچنی هدف په ۳۶م اوور کې د پنځو لوبغاړو پر سر پوره کړ.

دا پرله پسې درېیم وار دی چې افغانستان په روانو سیالیو کې خپلې لوبې ګټي.

که افغانستان خپله وروستۍ لوبه له کوېته وګټله نو د راتلونکي نړیوال جام لوبو ته به لار پیدا کړي.

د نولس کلنو ځوانانو د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ به په ۲۰۱۶م کال کې په بنګله دېش کې ترسره شي.

ورته مطالب