بامیانو کې د نجونو بایسکل ځغلولو سیالي

Image caption په بامیان کې د بایسکل ځغلولو ډله چې اته ویشت غړي لري دوه کاله وړاندې په فعالیت پيل کړی

د افغانستان په مرکزي ولایت بامیان کې د نجونو د بایسکل ځغلولو سیالي وشوه.

په دغې سیالي کې د بامیان د بایسکل ځغلولو د ډلې لس غړو چې د افغانستان د بایسکل ځغلوونکو نجونو د ډلې غړیتوب هم لري برخه اخستې وه.

په بامیان کې د بایسکل ځغلولو ډله چې اته ویشت غړي لري دوه کاله وړاندې په فعالیت پيل کړی.

دغه سیالي د بامیان ښار په لویدیځ کې تر خواجه علي سیمې په اته کیلومتره واټن کې ترسره شوه.

دغه لس نجونې د بامیان په سړه هوا کې د هغو غرونو په لمنو کې د سیالۍ ډګر ته ووتې چې په لوړو څوکو یې واوره وریدلې ده.

د دې سیالۍ لومړی مقام مریم محمدي تر لاسه کړ، او ټاکلي ځای ته په اوه دقیقو او اتلس ثانیو کې ورسیده.

د بامیان د بایسکل ځغلولو د ډلې روزونکې زهرا حسیني وايي دغه سیالۍ د هغو سیالیو د تیاریو په لړ کې ترسره کیږي چې په پام کې ده د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت د روانې اونۍ په پای کې ترسره شي.

"په کابل او دلته په بامیانو کې د غوراوي د بهیر په پایله کې موږ وکولی شول چې لس تنه د افغانستان د بایسکل ځغلولو د ملي ټیم غړیتوب تر لاسه کړي. په راتلونکې اونۍ کې کیدونکې سیالۍ هم سولې ورځې په اړه ده. له نیکه مرغه بامیان هغه ولایت دی چې ۲۸ بایسکل ځغلوونکې لري چې لس تنو یې د ملي لوبډلې غړیتوب تر لاسه کړی"

د افغانستان د بایسکل ځغلولو فدراسیون په ۱۳۶۳ کال کې د المپیک کمیټې په چوکاټ کې جوړ شو.

له هغه دوه کاله وروسته د افغانستان د نجونو د بایسکل ځغلولو ډله رامنځته شوه. خو په افغانستان کې د جګړې ناخوالو په دې برخه کې د افغان ښځینه او نارینه بایسکل ځغلوونکو د پرمختګ مخه نیولې وه.

د افغان نجونود بایسکل ځغلولو ډله پنځه کاله وړاندې رامنځته شوه او په کور دننه او له هیواده بهر په سیالیو کې برخه اخلي.