ټېسټ لوبه کې په ۳-۰ د بنګله دېش لومړی بری

د انځور حقوق AFP

بنګله دېش د لومړي ځل لپاره په چيټاګانګ کې په ۱۸۶ منډو د زمبابوې پر وړاندې د کرېکېټ ټېسټ لوبو لړۍ ۳-۰ ګټلې ده.

له هغه راهيسې چې دوی لومړی ځل په ۲۰۰۰ کال کې د کرېکېټ ټېسټ لوبې پيل کړې، دا يې د لړۍ لوبو لومړی او اووم فردي بری دی.

زمبابوې وروستۍ ورځ په داسې حال کې چې ۳۷۸ منډو ته يې اړتيا لرله، په نهو وېکټو پيل کړه، خو د چايو له دمې مخکې په وروستي اوور کې يې دوه لوبغاړي وسوځېدل، او بيا يې په ۲۶۲ منډو ټول لوبغاړي سوځېدلي وو.

بنګله دېش د لړۍ لومړۍ لوبه په دريو وېکټو په ميرپور او دوهمه لوبه يې په ۱۶۲ منډو په خولنا کې ګټلې وه.

له ۲۰۰۰ کال راهيسې د بنګله دېش ټېست لوبو ريکارډ

ټېست لوبې ګټلې ماتې مساوي يا برابرې
۸۸ ۷ ۷۰ ۱۱

پړانګانو خپله لومړۍ ټېسټ لوبه په ۳۵ ځل هڅه په ۲۰۰۵ کال کې ګټلې وه، چې هغه وخت یې سياله ډله زمبابوې وه، او لوبه یې هم په چيټاګانګ کې کوله. هغه ټېسټ لړۍ يې ۱-۰ ګټلې وه.

د دوی يوازينی بری چې د زمبابوې پر وړاندې نه و، په ۲۰۰۹ کال کې په ۲-۰ کلکه ماته وه، چې وېسټ انډيز ته یې ورکړې وه.

په هغه وخت کې وېسټ انډيز په خورا کمزوري اړخ ځکه لوبه کوله، چې د لومړي غوراوي لوبغاړو يې د پيسو پر سر لانجې له امله کاربندیز کړی و.

د بنګله دېش کېپټان مشفق الرحمان وويل: "له پيل مو باور دا و چې موږ يې ۳-۰ ګټلی شو".