نوي زیلاند پاکستاني بالران ستړي کړل

د انځور حقوق AFP
Image caption د سر لوبغاړي لتم شانداره سلیزه پوره کړه او خپله لوبډله یې د لومړي ورځې په پای کې پر پاکستان برلاسې کړه.

د پاکستان او نوي زیلاند تر منځ په عربي متحده اماراتو کې د دریو ټیسټ لوبو د لړۍ د دوهمې لوبې د لومړۍ ورځې تر پایه نوي زیلاند ۲۴۳ منډې کړې وې او درې لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

د نوي زیلاند له خوا ځوان لوبغاړي ټام لتم په زړه پورې او له صبره ډک بیټنګ وکړ، ۱۳۷ منډې یې جوړې کړې او د ورځې تر پایه و نه سوځېد.

د لوبې پچه نوي زیلاند وګټله او له تمې سره سم یې لومړی د بیټنګ پرېکړه وکړه ځکه په دودیز ډول د اماراتو پر پیچونو وروستی بیټنګ خورا ستونزمن وي.

نوي زیلاند که څه هم لومړۍ لوبه له پاکستانه بایللې وه خو د دوهمې لوبې لپاره یې په خپلې لوبډلې کې بدلون را نه وړ.

پاکستان بیا په خپل ټیم کې درې بدلونونه راوستل. د دوی د سر دوه لوبغاړي ټپیان وو او ځای یې توفیق عمر او شان مسعود واخیست.

او د ځوان تېز بالر عمران خان پر ځای احسان عادل ته د لوبې فرصت ورکړل شو.

نوي زیلاند له پیله ښه توپوهنه وکړه. لومړۍ وېکټه یې پر ۷۷، دوهمه پر ۱۵۳ او درېیمه پر ۲۲۶ منډو له لاسه ورکړه.

د سر لوبغاړي لتم شانداره سلیزه پوره کړه او خپله لوبډله یې د لومړي ورځې په پای کې پر پاکستان برلاسې کړه.

د دې تر څنګ د نوي زیلاند دریو نورو لوبغاړو هم په بیټنګ کې ښه پيل درلود خو ډېرې منډې یې جوړې نه شوې کړای.

لوبډلمشر برینډن میککلم پر ۴۳ منډو، کین ویلیمسن پر ۳۲ منډو او تجربه لرونکی بیټسمین راس ټېلر پر ۲۳ منډو وسوځېدل.

د ورځې په پای کې د لیتم تر څنګ کوري انډرسن پر ۷ منډو نا سوځېدلي پاتې شول.

په لومړۍ ورځ د پاکستان بالرانو زیار وویست خو ډېر بریالیتوب یې تر لاسه نه شو کړای.

احسان عادل، یاسر شاه او ذولفقار بابر یوه یوه وېکټه تر لاسه کړه. بابر د نوي زیلاند توپوهونکو ته په هر اوور کې د ۳،۶۸ منډو په حساب ټولټال ۹۲ منډې ورکړې.

په دوهمه ورځ به نوی زیلاند هڅه کوي چې د خپلو منډو شمېر نور هم زیات کړي او پاکستاني بالران به په توپ اچونه کې د ښه بخت تمه کوي.

په لومړي میچ کې پاکستان نوي زیلاند ته په اسانۍ سره د ۲۴۸ منډو په ستر توپیر ماته ورکړې ده.

ورته مطالب