نیوزیلنډ په لومړي ځل توپوهنه کې ۴۰۳ منډې وکړې

د انځور حقوق AFP
Image caption ځوان بیټسمین ټام لتم پر ۱۳۷ منډو ولاړ و خو پر دوهمه ورځ لتم په خپلو منډو کې پرته له دې چې نورې ور زیاتې کړي د راحت علي په توپ وسوځېد.

د پاکستان او نیوزیلنډ تر منځ په عربي متحده اماراتو کې د دریو ټیسټ لوبو د لړۍ د دوهمې لوبې د دوهمې ورځې تر پایه نیوزیلنډ ټولې لوبډلې ۴۰۳ منډې وکړې او پاکستان پر ۳۴ منډو د سر دوه لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د دوهمې ورځې په پیل کې نیوزیلنډ ۲۴۳ منډې درلودې او درې لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

ځوان بیټسمین ټام لتم پر ۱۳۷ منډو ولاړ و خو پر دوهمه ورځ لتم په خپلو منډو کې پرته له دې چې نورې ور زیاتې کړي د راحت علي په توپ وسوځېد.

په نږدې ۳۰ منډو کې نیوزیلنډ درې لوبغاړي له لاسه ورکړل او یو مهال یې پر ۲۷۸ منډو شپږ لوبغاړي سوځېدلي وو.

خو په پای کې د بي جی واټلنګ ۳۹ منډو او د مارک کریګ ۴۳ منډو په مټ نیوزیلنډ خپلې ټولې منډې ۴۰۳ ته ورسولې.

د نیوزیلنډ ورو توپ اچونکي ایش سودي هم ۳۲ منډې وکړې.

د پاکستان له خوا زولفقار بابر ۴، او احسان عادل او یاسر شاه ۲، ۲ وېکټې واخیستې.

د دوی تر څنګ تېز بالر راحت علي او توپوهونکی اظهر علي چې کله کله بالنګ هم کوي یوه یوه وېکټه تر لاسه کړه.

د پاکستان له خوا توپوهنې ته لومړی شان مسعود او توفیق عمر میدان ته راووتل خو دواړه ژر وسوځېدل، شان پر ۱۳ او توفیق عمر پر ۱۶ منډو.

توفیق عمر له یوې اوږدې مودې وروسته د پاکستان په استازیتوب د ټیسټ لوبه کوله او شان مسعود عموما په یو ورځنیو لوبو کې لوبېږي خو په ننني ټیسټ لوبه کې دواړه پاتې راغلل.

د نیوزیلنډ له خوا دواړه وېکټې ورو توپ اچونکو مارک کریګ او ایش سودي واخیستې.

د نیوزیلنډ ۴۰۳ منډو ته په پام سره داسې ښکاري چې سبا د لوبې پر درېیمه ورځ به د پاکستان توپوهونکي ښايي د ورو توپ اچونکو پر وړاندې له ستونزو سره مخامخ شي.

د ورځې په پای کې اظهر علي او یونس خان پر پیچ ولاړ وو.

پاکستان به هڅه کوي چې سبا په خپل لومړي ځل بیټنګ کې د نیوزيلنډ منډو ته ځان ور نږدې کړي ځکه د اماراتو پر پیچونو په دوهم ځل بیټنګ خورا ستونزمن وي.

ورته مطالب