پاکستاني ورو بالران او د نیوزیلنډ ټېلر ښه وځلېدل

د انځور حقوق AFP
Image caption د نیوزیلنډ راس ټېلر له مقاومته ډکې ۷۷ منډې وکړې او د ورځې تر پایه و نه سوځېد.

د پاکستان او نیوزیلنډ تر منځ په عربي متحده اماراتو کې د دریو ټیسټ لوبو د لړۍ د دوهمې لوبې د څلورمې ورځې تر پایه نیوزیلنډ په خپل دوهم ځل بیټنګ کې ۱۶۷ منډې لرلې او ۶ وېکټې یې له لاسه ورکړې.

په لومړي ځل بیټنګ کې د ۱۰ منډو برلاسي ته په پام سره اوس نیوزیلنډ ټولټال ۱۷۷ منډې لري.

سبا د لوبې پر وروستۍ ورځ به توپوهنه په پرتلیز ډول ستونزمنه وي ځکه تمه ده پیچ ورو توپ اچونکو سره ډېره مرسته وکړي.

په همدې خاطر د نیوزیلنډ په ظاهره ۱۷۷ لږې منډې هم اوسمهال ډېر ارزښت لري او د ۲۲۰-۲۵۰ تر منځ هدف ښايي لوبه ډېره په زړه پورې کړي.

پرون د لوبې د درېیمې ورځې تر پایه پاکستان ۲۷۹ منډې درلودې او ۶ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

نن نیوزیلنډ درې چټکې وېکټې واخیستې. پاکستان پر ۳۱۲ منډو ۹ وېکټې له لاسه ورکړې او لا له نیوزیلنډه ۹۱ منډې شاته و.

خو دغه مهال د وېکټ ساتونکي سرفراز د مقاومت او په زړه پورې لوبې په برکت پاکستان په وروستۍ وېکټه ۸۱ منډې وکړې.

سرفراز ۱۱۲ منډې وکړې او پاکستان پر لسو وېکټو ۳۹۳ منډې جوړې کړې.

د سرفراز د ښه توپوهنې له کبله نیوزیلنډ په لومړي ځل بیټنګ کې څومره چې یې تمه کېده د منډو دومره برلاسي تر لاسه نه شوای کړای.

د نیوزیلنډ له لوري ټېم ساوتي ۳ او ټرېنټ بولټ ۲ وېکټې واخیستې.

په دوهم ځل بیټنګ کې نیوزیلنډ ښه و نه ځلېد او د لوبډلمشر برینډن میککلم او راس ټېلر پرته یې نور لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل.

میککلم ۴۵ منډې جوړې کړې او وسوځېد خو ټېلر چې ۷۷ منډې لري، د ورځې تر پایه و نه سوځېد.

نیوزیلنډ د څلورمې ورځې په پای کې ۱۶۷ منډې درلودې او ۶ وېکتې یې له لاسه ورکړې وې.

د پاکستان له لوري د دوی ورو توپ اچونکو یاسر شاه او دولفقار بابر ډېر په مهارت بالنګ وکړ او دواړو ۳، ۳ وېکټې واخیستې.

نیوزیلنډ به هم تمه کوي چې په وروستۍ ورځ د دوی ورو بالران ښه وځلېږي او ان که هدف کوچنی هم وي دوی به یې دفاع وکړي.