پاکستان او نیوزیلنډ تر منځ دویمه ټیسټ لوبه برابره شو

Image caption راس ټېلر چې پرون پر ۷۷ منډو نه و سوځېدلی نن یې هم خپلې ښې لوبې ته ادامه ورکړه او سلیزه یې پوره کړه.

د پاکستان او نیوزیلنډ تر منځ په عربي متحده اماراتو کې د دریو ټیسټ لوبو د لړۍ د دوهمې لوبې پر پنځمې او وروستۍ ورځ پاکستان وکولای شو چې ځان له ماتې وژغوري او ټیسټ لوبه برابره پای ته ورسوي.

په وروستۍ ورځ پاکستان د بریا لپاره ۲۶۱ منډو ته اړتیا درلوده خو دوی پر ۵ وېکټو یوازې ۱۹۶ منډې جوړې کړای شوې.

نیوزیلنډ د څلورمې ورځې په پای کې ۱۶۷ منډې درلودې او ۶ وېکتې یې له لاسه ورکړې وې.

راس ټېلر چې پرون پر ۷۷ منډو نه و سوځېدلی نن یې هم خپلې ښې لوبې ته ادامه ورکړه او سلیزه یې پوره کړه.

نوموړي په ډېرو ستونزمنو حالاتو کې ۱۰۴ چټکې منډې جوړې کړې او نیوزیلنډ ته یې په لوبه کې د بریا چانس ورکړ.

نیوزیلنډ په خپل دوهم ځل بیټنګ کې پر ۲۵۰ منډو ۹ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو چې په خپله خوښه یې پاکستان ته د توپوهنې چانس ورکړ.

دغه راز دوی په نږدې ۷۲ اورونو کې پاکستان ته د ګټې لپاره د ۲۶۱ منډو هدف وټاکه.

یاده دې وي چې نیوزیلنډ په لومړي ځل بیټنګ کې تر پاکستان ۱۰ منډې مخکې و.

د پاکستان له خوا په دوهم ځل بالنګ کې ورو بالرانو یاسر شاه ۵ او ذولفقار بابر ۴ وېکټې واخیستې.

په ځواب کې د پاکستان توپوهونکو په پیل کې د هدف د لاسته راوړلو هڅه وکړه خو د سر ۳ لوبغاړي یې ژر ژر وسوځېدل.

له دې وروسته د پاکستاني بیټسمینانو موخه ځان له ماتې ژغورل وو ځکه ډېره ورو توپوهنه یې کوله.

د پاکستان له لوري شان مسعود ۴۰ او یونس خان ۴۴ منډې وکړې او د میچ په برابرولو کې یې مهم رول ولوباوه.

د ورځې پای ته نږدې نیوزیلنډ دوه نورې وېکټې هم واخیستې خو د اسد شفیق او سرفراز احمد د مقاومت په مټ پاکستان ځان له ماتې وژغوره او لوبه یې مساوي کړه.

شفیق ۴۱ او سرفراز ۲۴ منډې وکړې. دواړه لوبغاړي تر پایه و نه سوځېدل.

د نیوزیلنډ له خوا ټرینټ بولټ او مارک کریګ ۲، ۲ وېکټې واخیستی.

د دواړو لوبډلو تر منځ د ټیسټ سیریز درېیمه او برخلیک ټاکونکې لوبه به د چارشنبې پر ورځ (نومبر ۲۶مه) د شارجه په لوبغالي کې کېږي.

ورته مطالب