د لوبو د نړۍ تر ټولو ستر ریکارډونه کوم دي؟

کرېکټ: په یو ځل بیټنګ کې تر ټولو ډېرې منډې

د انځور حقوق BBC World Service

د هند توپوهونکي روهیت شرما د سریلنکا پر وړاندې په یوه لوبه کې د تر ټولو ډېرو ۲۶۴ منډو ریکارډ جوړ کړ.

د روهیت د ریکارډ ارزښت له دې معلومېدای شي چې د تېرې لسیزې د یو ورځنیو لوبو په لومړي ځل بیټنګ کې هرې لوبډلې په ګډه په منځني کچه ۲۴۶ منډې

کړې دي.

د ټینس د تر ټولو اوږدې مودې سیالي

د انځور حقوق BBC World Service

د ۲۰۱۰ کال په جون میاشت کې د امریکا د ۲۳ شمېرې لوبغاړي جان اسنېر او د فرانسې د نېکولاس مهوت تر منځ د ټینس د تاریخ د تر ټولو اوږدې مودې لوبه وشوه.

په پیل کې د لوبې لیدو ته دومره خلک نه وو راغلي. خو له ۱۸۳ پړاوونو او ۱۱ ساعتونو پرله پسې لوبې وروسته، یو لوی شمېر خلک لوبغالي ته د دغې سیالۍ د لیدو لپاره دننه شول. په پای کې اسنېر دغه لوبه د ۷۰-۶۸ په توپیر وګټله.

خو مهوت هم نهیلی پاتې نه شو. له لوبې وروسته دواړو لوبغاړو ته د تر ټولو اوږدې مودې ټینس سیالۍ په ویاړ جایزې ورکړل شوې.

نه ماتېدونکي – ۴۹ لوبې له ماتې پرته

د انځور حقوق BBC World Service

د ۲۰۰۳-۲۰۰۴ کال فوټبال لوبو کې د انګلستان ارسنال لوبډلې په ۴۹ سیالیو کې هېڅ ماته و نه خوړه. دغه لوبډله چې ګنرز هم نومول شوې، له ۳۷ سیالیو وروسته د لیسټر لوبډلې سره د لوبې په لومړۍ نیمايي کې ۰-۱ وروسته پاتې وه خو په دوهمه نیمايي کې یې دوه ګولونه وکړل او لوبه یې وګټله.

دغه راز د دوی د بریاوو لړۍ له یوه سیزن نه بل سیزن ته وغځېده او پای کې دوی له ۴۹ پرله پسې بریاوو وروسته خپله ۵۰مه لوبه مانچیسټر یونایټیډ ته وبایلله.

مایکل فیلپس – د اولمپیک لوبو ریکارډ جوړونکی

د انځور حقوق BBC World Service

د امریکا لامبو وهونکی مایکل فیلپس د ۲۰۱۲ کال لندن اولمپیک لوبو کې د سرو زرو ۴ مډالونه وګټل چې دې سره یې د لوبیز ژوند د سرو زرو مډالونو شمېر ۱۸ ته ورسېد. دا د بل هر لوبغاړي د سر زور د مډالونو دوه برابره دی.

نوموړي د یونان د ۲۰۰۴ کال په خپلو لومړیو اولمپیک لوبو کې شپږ د سرو زرو او دوه د برونزو مډالونه وګټل. له هغې مودې راهیسې ده ټولټال ۲۲ مډالونه ګټلي دي.

د بیجنګ د ۲۰۰۸ کال په اولمپیک لوبو کې د نوموړي اته د سرو زرو مډالونه د اولمپیک په یو وار لوبو کې تر ټولو ډېر دي.

د براین لارا نا سوځېدلي ۴۰۰ منډې

د انځور حقوق BBC World Service

روهیت شرما د یو ورځنیو لوبو په یو ځل بیټنګ کې پر ۲۶۴ منډو خلک حیران کړل خو د ویسټ انډیز براین لارا بیا په ۲۰۰۴ کال کې د ټیسټ لوبو په یو ځل توپوهنه کې د ۴۰۰ نا سوځېدلو منډو ریکارډ لري.

لارا په خپله، هغه مهال له بیټنګ لاس په سر شو چې منډې یې ۴۰۰ وې او د ویسټ انډیز لوبډلې ټولې منډې د پنځو وېکټو پر سر ۷۵۱ وې.

دا ریکارډ یې د چانس خبره نه وه ځکه نوموړي لس کاله مخکې هم د انګلستان پر وړاندې د ۳۷۵ منډو ریکارډ درلود.

اوسین بولټ – د نړۍ تر ټولو چټک سړی

د انځور حقوق BBC World Service

د لندن ۲۰۱۲ اولمپیک سیالیو کې اوسېن بولټ ځان نړۍ ته د تر ټولو چټک ځغاستونکي په توګه ور وپېژانده.

د جمېکا دغه لوبغاړي په ۱۰۰ متره او ۲۰۰ متره ځغاستلوبو کې د سرو زرو مډالونه وګټل. نوموړی په ۲۰۰۹ کال برلین کې د ۱۰۰ متره واټن په ریکارډ ډول په ۹،۵۸ ثانیو کې بشپړ کړ.

په سپتمبر میاشت کې نوموړي وویل کولی شي خپل ریکارډ پخپله مات کړي.