استرالیایی کریکټ لوبغاړی فېل هیوز ومړ

د انځور حقوق Getty
Image caption کرېکټ یوه لوبه ده او د داسې لوبو شمېر ډېر کم دی چې لوبغاړو ته هېڅ راز خطر و نه لري.

د استرالیا کریکټ لوبغاړی فېل هیوز، چې د تېرې سې شنبې په ورځ د لوبې پرمهال ټپی شوی و، د سیډني ښار په یوه روغتون کې ومړ.

نوموړی د بېټنګ پرمهال په توپ پر سر لګېدلی و.

د استرالیا د لوبډلې ډاکټر پیټر براکنر ویلي چې نوموړي تر ټپي کېدو وروسته بېرته هوش ترلاسه نه کړ.

پنځه ویشت کلن هیوز که څه هم خولۍ په سر کړې وه، خو داسې ښکارېده چې ټپ یې ډېر ژور دی.

ډاکټرانو لومړی هڅه وکړه چې په لوبغالي کې یې درملنه وکړي، خو وروسته روغتون ته ولېـږدول شو او د سر اېکسرې یې واخیستل شوه.

د استرالیا د کریکټ بورډ پر دې پېښه خواشیني ښودلې او د نوموړي له کورنۍ سره یې غمرازې څرګنده کړې.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د فېل هیوز د درملنې پروخت، یوه بېړنۍ چورلکه د کریکټ پر لوبغالي کښېناسته
د انځور حقوق Getty
Image caption فېل هیوز د استرالیا لپاره ۲۶ ټېسټ لوبې کړې وې.

فېل هیوز په ۲۰۰۹ کال کې په لومړي د سویلي افریقا پر ضد د آسترالیا په ټېسټ لوبه کې ګډون وکړ.

نوموړي د استرالیا لپاره ۲۶ ټېسټ لوبې ترسره کړې وې.

د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر نور محمد مراد په دې اړه ویلي:

"د هیوز د مړینې خبر موږ ټولو ته ټکان را کړ. هیوز په خپل لنډ لوبیز ژوند کې ډېر ښه وځلېد او د ټولو پام یې ځان ته اړولی و. دې به تل د یوه پیاوړي کرېکټ لوبغاړي په توګه د خلکو په یادونو کې وي".

"زه د افغانستان د کرېکټ بورډ په استازیتوب د نوموړي کورنۍ او دوستانو ته خپل تسلیت وړاندې کوم".

د انځور حقوق AFP
Image caption فېل هیوز په ۲۰۰۹ کال کې په لومړي د سویلي افریقا پر ضد د آسترالیا په ټېسټ لوبه کې ګډون وکړ.

په خپله دویمه ټېست لوبه کې تر ټولو ځوان لوبغاړی شو چې د یوې ټېسټ لوبې په دواړو (اننګزونو) کې سلیزه کړې وي.

د ۲۰۱۳ کال د (اشز) لوبو پرمهال یې د انګلستان پر ضد د لسمې وېکټې لپاره له یوه بل لوبغاړي سره د ۱۶۳ منډو ملګرتیا هم کړې وه، چې هغه مهال یو نړیوال رېکارډ و.

ورته مطالب