د مککلم چټکې سلیزې نیوزیلنډ برلاسی کړ

د انځور حقوق AFP
Image caption نن د بیټنګ په پیل کې مککلم پر خپل کمیس د (پي ایچ) ټکي لیکلي وو چې انګریزۍ کې د فېل هیوز د نوم مخفف دی.

د پاکستان او نیوزیلنډ تر منځ د دریو ټیسټ لوبو د لړۍ د درېیمې لوبې د دوهمې ورځې تر پایه نیوزیلنډ د لوبډلمشر برینډن مککلم د چټکې سلیزې په مټ پر یوې وېکټې ۲۴۹ منډې وکړې.

مککلم پر ۱۴۵ توپونو د ۸ شپږیزو او ۱۷ څلوریزو په ګډون ۱۵۳ منډې وکړې او د ورځې تر پایه و نه سوځېد.

پرون ټیسټ لوبه د استرالیايي توپوهونکي فېل هیوز د ناڅاپي مړینې په درناوي ځنډول شوې وه.

نن د بیټنګ په پیل کې مککلم پر خپل کمیس د (پي ایچ) ټکي لیکلي وو چې انګریزۍ کې د فېل هیوز د نوم مخفف دی.

د دې تر څنګ د پاکستان او نیوزیلنډ لوبډلو لوبغاړو له لوبې وړاندې د یوې دقیقې لپاره د هیوز په درناوي چوپتیا غوره کړه.

پرون پاکستان د ورځې تر پایه ۲۸۱ منډې کړې وې او ۳ لوبغاړي یې سوځېدلي وو خو نن یې په خپلو منډو کې یوازې ۷۰ منډې زیاتې کړې او پاټې ټول ۷ لوبغاړي یې وسوځېدل.

د پاکستان ټول ټیم پر ۳۵۱ منډو وسوځېد چې تر ټولو ډېرې په کې د محمد حفیظ ۱‍۹۷ منډې وې.

د نیوزیلنډ له خوا د دوی ورو توپ اچونکي مارک کریګ په زړه پورې بالنګ وکړ او د ۹۴ منډو په بدل کې یې د پاکستان ۷ لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د نیوزیلنډ توپوهونکو چټک بیټنګ وکړ او یوازې په ۴۵ اورونو کې یې د یوې وېکټې په تاوان ۲۴۹ منډې جوړې کړې.

د مککلم د چټکو ۱۵۳ منډو تر څنګ ځوان توپوهونکی کېن ویلیمسن هم ښه وځلېد او نا سوځېدلې ۷۶ منډې یې وکړې.

ویلیمسن هم چټکه لوبه وکړه او خپلې منډې یې پر ۹۶ توپونو پوره کړې چې یوه شپږیزه او ۷ څلوریزې په کې شاملې دي.

دواړو لوبغاړو په ملګرتیا کې ۱۹۸ منډې کړې او لا نه دي سوځېدلي. اوس نیوزیلنډ له پاکستان یوازې ۱۰۲ منډې شاته دی او لا ۹ وېکټې لري.

د پاکستان له خوا یوازینۍ وېکټه راحت علي واخیسته.

زولفقار بابر په لسو اورونو کې ۷۱ او محمد طلحه په ۷ اورونو کې ۶۲ منډې ورکړې او وېکټه یې تر لاسه نه کړه.

سبا به د لوبې په درېیمه ورځ نیوزیلنډ هڅه کوي چې خپلې چټکې لوبې ته ادامه ورکړي او له پاکستان خپلې منډې ډېرې کړي.

ورته مطالب