کرېکټ: د مېککلم غبرګې سلیزې نيوزېلنډ برلاسی کړ

د انځور حقوق Getty
Image caption د لوبې په درېیمه ورځ د نیوزیلنډ کپتان برېنډن مېککلم په ۲۰۲ منډو وسوځېد.

په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان او نيوزيلنډ کرېکټ لوبډلو تر منځ په روانه ټېسټ لوبه کې د نیوزیلنډ لوبډله ۲۸۶ منډې مخته ده.

د لوبې په درېیمه ورځ د نیوزیلنډ کپتان برېنډن مېککلم په ۲۰۲ منډو وسوځېد.

ویلیمسن هم ښکلې توپ وهنه وکړه او په ۱۹۲ منډو وسوځېد.

د درېیمې ورځې تر پایه نیوزيلنډ د ۸ لوبغاړو پر سر ۶۳۸ منډې کړې وې.

نیوزیلنډ په لوبه کې اوس له پاکستانه ۲۸۶ منډې مخته دی.

د پاکستان په توپ اچوونکو کې یاسر شاه درې او راحت علي څلور لوبغاړي وسوځول.

تر دې دمه د لوبې ځانګړې خبره د نیوزیلنډ د توپ وهونکو تېز بیټېنګ دی.

دوی خورا په چټکۍ منډې جوړې کړې او داسې برېښېده چې په یو ورځنۍ یا شل اوره لوبه کې لوبېږي.

دنیوزیلنډ کپتان برېنډن مېککلم له غبرګې سلیزې وروسته وسوځېد.

دا په روان کال کې د نوموړي درېیمه غبرګه سلیزه ده چې پوره کوي یې.

په دې ډول دی اوس له سر برېډمېن، مایکل کلارک او رکي پونټېنګ نه وروسته څلورم لوبغاړی دی چې په یو کال کې درې غبرګې سلیزې پوره کوي.

پاکستان د روانو ټېسټ لوبو په لړۍ کې ۱-۰ مخته دی خو په دغه ټېسټ لوبه کې له ماتې سره مخ دی.

ورته مطالب