نبي ۱۰۰۰ منډو ته رسېدونکی لومړی افغان توپوهونکی

Image caption نبي په منځني کچه په خپله هر وار بیټنګ کې څه دپاسه ۳۵ منډې کړې دي.

نن د افغانستان او عربي متحده اماراتو تر منځ د دوبۍ په لوبغالي کې د دوهمې یو ورځنۍ لوبې پر مهال د ملي ټیم لوبډلمشر محمد نبي په یو ورځنیو لوبو کې خپل ۱۰۰۰ منډې پوره کړې.

نوموړی په یو ورځنیو لوبو کې ۱۰۰۰ منډې پوره کونکی لومړی افغان توپوهونکوی دی.

ده په منځني کچه په خپله هر وار بیټنګ کې څه دپاسه ۳۵ منډې کړې دي چې په لوبه کې پای ته نږدې لوبېدو ته یې په نظر سره دا د پام وړ لاسته راوړنه ده.

د دې تر څنګ نبي تر اوسه د افغانستان په ټولو ۳۹ یو ورځنیو لوبو کې د لوبېدو ویاړ هم لري.

لوبډلمشر محمد نبي په ۲۰۰۹ کال کې په خپله لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې د سکاټلنډ په خلاف د ۲۰۱۰ کال نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې پنځوسیزه ووهله (ټولې ۵۸ منډې).

افغانستان دغه لوبه د ۸۹ منډو په ستر توپیر ګټلې وه.

ده ټولټال ۷ پنځوسیزې کړې دي خو د سلیزې پوره کولو چانس یې نه دی تر لاسه کړی چې مهم لامل یې هم د ده د بیټنګ په پای کې لوبېدل دي ځکه کله چې دی توپوهنې ته راځي نو عموما د پای اورونه وي.

Image caption د ۲۰۱۵ کال پنځوس اووریز نړیوال جام سیالیو ته د افغانستان ملي ټیم په لار موندنه کې هم نوموړي ډېر مهم رول لوبولی دی.

بله دا چې له نوموړي د پای په اورونو کې د چټکې لوبې تمه کېږي نو په دې اساس د ده د ۳۵ منډو په منځنۍ کچه بیټنګ د ډېر ارزښت وړ دی.

د ۲۰۱۵ کال پنځوس اووریز نړیوال جام سیالیو ته د افغانستان ملي ټیم په لار موندنه کې هم نوموړي ډېر مهم رول لوبولی دی.

په یو ځل بیټنګ کې یې تر ټولو ډېری منډې ۷۷ دي چې د عربي متحده اماراتو پر وړاندې په یوه لوبه کې یې کړې دي.

په مالیزیا کې شوې دغه لوبه افغانستان د ۷۰ منډو په توپیر ګټلې وه چې نبي په کې د منډو تر څنګ ښه بالنګ هم کړی و او په ۶ اوورنو کې یې یوازې د ۱۹ منډو په بدل کې ۱ وېکټه اخیستې وه.

په بیټنګ او بالنګ دواړو برخو کې د ښه ځلېدلو په خاطر نوموړی د دغې لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی ګڼل شوی و.

Image caption د بیټنګ تر څنګ نوموړی په یو ورځنیو لوبو کې د ملي لوبډلې لپاره د بالنګ په برخه کې هم ډېر ښه ځلېدلی دی.

د بیټنګ تر څنګ نوموړی په یو ورځنیو لوبو کې د ملي لوبډلې لپاره د بالنګ په برخه کې هم ډېر ښه ځلېدلی دی.

تر اوسه یې ۳۵ وېکټې اخیستي دي او په هر اوور کې یې په منځنۍ کچه یوازې ۴،۱۰ منډې ورکړې دي.

نبي په یوه لوبه کې یې تر ټولو ښه بالنګ په ۲۰۱۱ کال کې د کاناډا لوبډلې پر وړاندې کړی دی.

په دې لوبه کې ده په ۹،۵ اورونو کې یوازې د ۳۱ منډو په بدل کې ۴ وېکټې واخیستې.

د ډېرو نورو لوبو په څېر په دې لوبه کې هم نوموړي د پام وړ بیټنګ وکړ او پر ۵۹ توپونو یې ۵۸ منډې جوړې کړې. دغه لوبه افغانستان په ۲ وېکټو ګټلې وه.

ورته مطالب