انګلستان غوره لیګ: ویسټهم سوانسي ته ۳-۱ ماته ورکړه

Image caption ویسټهم ډېره چټکه لوبه وکړه او د ورو او یو بل ته د توپ ورکولو پر ځای یې په مخامخ ډول د سیالې لوبډلې پر ګول بریدونه کول.

د انګلستان فوټبال غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن د ویسټهم لوبډلې د انډي کرول د دوو ګولونو په مټ سوانسي ته ۳-۱ ماته ورکړه او د لوبو په جدول کې یې درېیم ځای خپل کړ.

که څه هم د لوبې لومړی ګول د سوانسي لوبغاړي ویلفرایډ بوني وکړ او د څه مودې لپاره یې خپله لوبډله برلاسې کړه خو د کوربه لوبډلې کرول ژر لوبه ۱-۱ مساوي کړه.

له دې وروسته کرول یو بل ګول هم وکړ او خپله لوبډله یې ۲-۱ برلاسې کړه.

ګول ساتونکی لوکاز فبیانسکي د یوې خطا له کبله له لوبې وایستل شو ځکه نو د سوانسي لوبډله اړ شوه چې له ۱۰ لوبغاړو سره لوبې ته ادامه ورکړي.

د لوبې وروستی ګول او د ویسټهم لوبډلې درېیم ګول د لوبې پای ته نږدې ډیافرا ساکو وکړ او دغه راز ویسټهم ۳-۱ سیالي وګټله.

په لوبه کې له پیله تر پایه ویسټهم برلاسی ښکارېده ځکه سوانسي تر ډېره دفاعي لوبه کوله.

ویسټهم ډېره چټکه لوبه وکړه او د ورو او یو بل ته د توپ ورکولو پر ځای یې په مخامخ ډول د سیالې لوبډلې پر ګول بریدونه کول.

د دوی دغې ستراتېژۍ مثبته نتیجه ورکړه او تکړه لوبغاړي یې کرول په سر دوه پرله پسې ګولونه وکړل.

د سوانسي لوبډله هغه مهال له نورو ستونزو سره مخامخ شوه چې ګول ساتونکی یې فبیانسکي ته د ګول له ساحې د وتلو او بل لوبغاړي سره د ټکر پر سر سور کارت وښودل شو.

د انګلستان فوټبال غوره لیګ د نن ورځې بله سیالي د لیسټر او اسټن وېلا تر منځ ده.

پرون شنبه (دسمبر ۶) اووه لوبې وشوې چې ځینو یې يې څه ډارماټيکې پايلې لرلې.

د غوره لیګ جدول د سر لوبډلې چلسي په سږني لوبيز موسم کې د نيوکاسل په لاس په ۱-۲ پايلې خپله لومړۍ ماته وخوړه.

د شنبې بله لوبه چې د ځينې فوتبال مینه والو احساسات به ورسره ګرم او تاوده وو، د ارسنال او سټوک ترمنځ وه، چې په ۳-۲ پايلې د سټوک په ګټه پای ته ورسېده.

ورته مطالب