لومړي ټیسټ لوبه کې فېلېپ هیوز ته درناوی وشو

Image caption د لوبې له پیل وړاندې لوبغاړو او نندارچیانو د هیوز د درناوي لپاره جوړه شوې یوه وېډیو ولیدله.

استرالیا او هند تر منځ د اډلېډ لوبغالي کې د څلور ټیسټ لوبو لړۍ د لومړۍ لوبې پر لومړۍ ورځ ډېری لوبغاړي د فېلېپ هیوز د مړینې له کبله احساساتي وو.

د استرالیا لوبغاړي چې کله میدان ته ننوتل نو پر کمیسونو او مټو یې د هیوز په درناوي د ده د ټیسټ خولۍ ۴۰۸ شمېره لیکل شوې وه.

وروسته بیا له نندراچیانو وغوښتل شو چې تر ۶۳ ثانیو د نوموړي په درناوي ودرېږي.

۲۵ کلن هیوز پر ۶۳ منډو ولاړ و چې پر یو پورته کېدونکي (باونسر) توپ پر غاړه ولګېد او دوه ورځې وروسته ومړ.

د هغه مړینې استرالیا ته ټکان ورکړ او د جنازې مراسم یې میلیونونو خلکو په ملي تلویزون او په مهمو ښارونو کې پر لویو پردو په ژوندۍ بڼه ولیدل.

د هیوز ښار مکسویل کې د جنازې مراسمو کې شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو ګډون کړی و.

"۱۳م لوبغاړی"

له لوبې وړاندې د استرالیا او هند لوبغاړي لوبغالي کې پر رنګ لیکل شوي ستر ۴۰۸ شمېرې تر څنګ را غونډ شول.

لوبغاړو او نندارچیانو بیا د هیوز د درناوي لپاره جوړه شوې یوه وېډیو ولیدله چې د استرالیا پخوانی ټیسټ کپتان او مشهور تبصره کونکي ریچي بیناد په کې خبرې کړې وې.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په نننۍ لوبه کې هیوز په سمبولیک ډول د استرالیا د لوبډلې "۱۳م لوبغاړی" نوموړل شوی دی.

په نننۍ لوبه کې هیوز په سمبولیک ډول د استرالیا د لوبډلې (۱۳م لوبغاړی) نوموړل شوی دی.

د استرالیا تېز بالر میچل جانسن ویلي: "دا به یوه احساساتي ورځ وي".

د استرالیا کپتان مایکل کلارک د دسمبر پر درېیمه د هیوز د جنازې مراسمو پر مهال د نوموړي په ستاینه کې یوه پاروونکې وینا وکړه.

کلارک وویل "د هیوز اروا زموږ د ټولو ژوند بډای کړ".

لومړۍ ټیسټ لوبه چې ټاکل شوې وه د دسمبر پر څلورمه د بریسبن لوبغالي کې وشي، د نومبر پر ۲۷مه د هیوز د مړینې له کبله وځنډول شوه.

هیوز ژغورونکې خولۍ (هیلمټ) په سر کړې وه خو بال یې د غاړې په پورتنۍ برخه ولګېد او دی یې سخت ټپي کړ.

په نننۍ لوبه کې پچه استرالیا وګټله، لومړی یې د بیټنګ پرېکړه وکړه او د ورځې تر پایه یې پر ۶ وېکټو ۳۵۴ منډې وکړې.

د سر لوبغاړي ډېوېد وارنر سلیزه ووهله او تر ټولو ډېرې ۱۴۵ منډې یې جوړې کړې.

د ده تر څنګ لوبډلمشر مایکل کلارک ۶۰ منډې کړې وې چې د ملا تکلیف له کبله یې بیټنګ ته ادامه ور نه شوه کړای.

ځوان لوبغاړي سټیفن سمیت ۷۲ منډې وکړې او د ورځې تر پایه و نه سوځېد.

د هند له خوا تېز بالرانو محمد شمي او ورون ارون ۲، ۲ وېکټې واخیستې.

ورته مطالب