د ملا تکلیف سربېره کلارک احساساتي سلیزه ووهله

د انځور حقوق AFP
Image caption نن چې کلارک سلیزه پوره کړه نو ټول نندارچیان یې په ویاړ ودرېدل او چکچکې یې ورته وکړې خو ده خپله ډېره خوشالي څرګنده نه کړه.

استرالیا او هند تر منځ د څلورو ټیسټ لوبو د لومړۍ لوبې پر دوهمه ورځ د استرالیا لوبډلمشر مایکل کلارک له احساساتو ډکه سلیزه پوره کړه او د لوبډلې منډې یې پر ۷ وېکټو ۵۱۷ ته ورسولې.

پرون د لوبې پر لومړۍ ورځ کلارک پر ۶۰ منډو بیټنګ کاوه چې د ملا تکلیف له کبله یې لوبې ته دوام ور نه شو کړای.

خو نن د درد ضد درملو کارولو وروسته نوموړی بیا بیټنګ ته راغی او پر ۱۶۳ توپونو یې ۱۲۸ چټکې منډې وکړې.

د ده تر څنګ ځوان لوبغاړي سټیفن سمیت هم سلیزه ووهله او د ورځې تر پایه پر ۱۶۲ منډو نا سوځېدلی پاتې شو.

لومړۍ ټیسټ لوبه چې ټاکل شوې وه د دسمبر پر څلورمه د بریسبن لوبغالي کې وشي، د نومبر پر ۲۷مه د هیوز د مړینې له کبله وځنډول شوه.

وروستۍ څو ورځې د کلارک لپاره له درد او غمه ډکې وې. نوموړي د دسمبر پر دریمه د هیوز د جنازې په مراسمو کې له احساساتو ډکه وینا وکړه.

نن چې کلارک سلیزه پوره کړه نو ټول نندارچیان یې په ویاړ ودرېدل او چکچکې یې ورته وکړې خو ده خپله ډېره خوشالي څرګنده نه کړه.

پرون چې ځوان لوبغاړي ډېوېد وارنر سلیزه ووهله نو خپل بیټ یې د اسمان په لور وښوراوه او خپله سلیزه یې هیوز ته ډالۍ کړه.

پرون د ورځې تر پایه استرالیا ۳۵۴ منډې کړې وې او ۶ لوبغاړي یې سوځېدلي وو او داسې تمه کېده چې نن به یې هند پاتې لوبغاړي ژر وسوځوي.

خو د هند بالرانو یوازې یوه وېکټه واخیستله شوه او د کلارک او سمیت پیاوړي بیټنګ دوی ستړي کړل. کلارک او سمیت په ملګرتیا کې ۱۶۳ منډې جوړې کړې.

په نننۍ لوبه کې د وریځو او باران له کبله یوازې نږدې ۳۰ اورونو لوبه وشوه خو استرالیا په ټیسټ کې خپل دریځ پیاوړی کړ.

ورته مطالب