ټیټ توپوهونکي ولې ډېر بریالي وي

Image caption براین لارا د کرېکټ د تاریخ او د ویسټ انډیز د لوبډلې یو تر ټولو تکړه توپوهونکی و.

د نړۍ تر ټولو تکړه توپوهونکي ټیټ دي، که هغه د ویسټ انډیز براین لارا دی او که د هند سچن ټنډولکر. څرګنده ده چې ټیټه ونه بیټنګ کې ګټې لري.

په عمومي ډول، لنډ خلک ډېر فعاله وي او د جګو کسانو په پرتله د لوبې له حالاتو سره ځان ژر سمولی شي.

دوی د بیټنګ پر مهال شاټ وهلو ته ځان په چټک ډول چمتو کولی شي. په ځانګړې ډول کوچني توپوهونکي بالرانو ته ناعادي ستونزې جوړوي.

په دې وروستیو کې د انګلستان ټیټ توپوهونکي جیمز ټېلر سریلنکا سره په څلورمه یو ورځنۍ لوبه کې دغه باور رښتیا کړ او په لوبه کې یې ۹۰ منډې جوړې کړې.

د ټېلر بیټنګ د بل ټیټ او تکړه توپوهونکي ارویندا ډي سیلوا چې د سریلنکا په استازیتوب لوبېده، ته ورته دی.

د ډي سیلوا په څېر، ټېلر هغه توپونه چې نسبتا پورته کېدونکي وي یا باونس ولري، پرې شاټ وهي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ټېلر په چټک ډول تاوېدو او خوځېدو په مټ دومره ځواک تولیدوي چې شاټ یې ان پر باونډرۍ (پوله) ولاړ لوبغاړي (فیلډران) هم نه شي نیولی.

د بالرانو ستونزه دا ده چې د منځني کچې ونې توپوهونکي ته د لږ باونس توپ توپ ښايي د ټیټې ونې بیټسمین ته ډېر باونس لرونکی بال ښکاره شي او هغه پرې برید وکړي.

د سریلنکا بالرانو چې کله ټېلر ته توپ اچونه کوله نو همدا حالت و، چې بال به لږ اوچت شو نو د ټیټې ونې ټېلر به پرې شاټ وواهه او څلوریزې به یې پرې ترلاسه کړې.

ټېلر په چټک ډول تاوېدو او خوځېدو په مټ دومره ځواک تولیدوي چې شاټ یې ان پر باونډرۍ (پوله) ولاړ لوبغاړي (فیلډران) هم نه شي نیولی.

د دغه ډول شاټ ستره ګټه دا ده چې بالر یوې نوې ستراتېژۍ ته مجبورېږي. دوی نه شي کولی ټیټو توپوهونکو ته د عادي ټوپ او باونس توپونه وکړي.

ځینې بالران له لا نورو ستونزو سره مخامخېږي ځکه هغوی هڅه کوي بال یې ډېر ټوپ و نه لري خو په تېروتنه توپ بیټسمین ته دومره نږدې اچوي چې توپوهونکي ته د څلوریزې او شپږیزې چانس ورکوي.

بالرانو چې ډي سیلوا ته بالنګ کاوه نو عموما به دغه ستونزې سره مخامخېدل. د بالر په توګه، لوبغاړی بې باوره شي چې په توپ اچونه کې څنګه انډول وساتي.

ټېلر له دغه حالته خوند اخلي او ښه ګټه ترې پورته کوي. د ټېلر په څېر توپوهونکي بالرانو ته هغه ستونزه را ولاړوي لکه د جګې ونې بالران، د مثال په ډول د پاکستان محمد عرفان، چې یې توپوهونکو ته جوړوي.

ورته مطالب