د کوهلي د مبارزې سربېره استرالیا لوبه وګټله

د انځور حقوق AFP
Image caption په دوهم ځل بیټنګ کې کوهلي ۱۴۱ منډې وکړې خو د هند بریا لپاره دغو منډو بسنه و نه کړه.

استرالیا او هند تر منځ د څلورو ټیسټ لوبو د لړۍ د لومړۍ لوبې پر پنځمه ورځ استرالیا هند ته له یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته پر ۴۸ منډو ماته ورکړه.

د هند له لوري کوهلي په دواړه ځل بیټنګ کې سلیزې وکړې او د لوبې پر وروستۍ ورځ یې ډېره هڅه وکړه چې خپله لوبډله بریالۍ کړي خو د منډو هدف ته نږدې وسوځېد.

په وروستۍ ورځ هند په ۹۸ اورونو کې ګټې لپاره ۳۶۴ منډو ته اړتیا درلوده خو د لوبډلمشر کوهلي د ۱۴۱ منډو او مورلي وېجې د ۹۹ منډو سربېره یې لوبه له یوې سختې سیالۍ وروسته پر ۴۸ منډو وبایلله.

کوهلي په ځانګړي ډول ډېره پیاوړې او زړه وره لوبه وکړه ځکه د ټیسټ لوبې په وروستۍ ورځ بیټنګ او منډې کول په پرتلیز ډول ګران وي.

د استرالیا له لوري ورو توپ اچونکی نیتن لاین ډېر ښه وځلېد، ټولټال یې د ۲۸۶ منډو په بدل کې ۱۲ او په دوهم وار بالنګ کې ۷ وېکټې واخیستې.

دا لومړی ځل دی چې لاین په یو ټیسټ لوبه کې لس یا له لسو ډېرې وېکټې اخلي.

استرالیا په لومړي ځل بیټنګ کې د ۷ وېکټو په سر ۵۱۷ منډې او هند په ټولو لوبغاړو ۴۴۴ منډې کړې وې.

دوهم ځل توپوهونه کې استرالیا پر پنځو وېکټو ۲۹۰ منډې وکړې او هند ټول ټیم ۳۱۵ منډې وکړای شوې.

پنځمه ورځ د لوبې پر مهال د استرالیا لوبډلمشر مایکل کلارک بیا ټپي شو او ښايي پاتې دریو ټیسټ لوبو کې و نه شي لوبېدای.

استرالیا په دوهم ځل بیټنګ کې په خپله خوښه هغه مهال له بیټنګ لاس په سر شول چې ۲۹۰ منډې یې کړې وې او ۵ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

که څه هم د لوبې پر وروستۍ ورځ د ۳۶۴ منډو هدف ګران ښکارېده خو هند بیټنګ کې ډېر ښه پیل وکړ او داسې ښکارېده چې شاید په اسانه هدف تر لاسه کړي.

د ایم ایس دهوني پر ځای لنډمهالي لوبډلمشر کوهلي او د سر لوبغاړي ویجې د دوهمې وېکټې په ملګرتیا کې ۱۸۵ منډې وکړې.

وېجې د چایو له دمې لس اوره وروسته لاین وسوځاوه او د هند هيلې هغه مهال نورې هم کمې شوې چې کوهلي په لوبه کې له دوهمې سلیزې وروسته وسوځېد.

د استرالیا لوبغاړو لوبه کې د فېلېپ هیوز په درناوي، چې د نومبر پر ۲۷ په یوې کورنۍ لوبه کې په سر پر بال د لګېدو له کبله ومړ، تور لاسبندونه تړلي وو.

لاین د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی وګڼل شو خو د نوموړي تر څنګ د استرالیا ډېوېد وارنر او د هند کوهلي هم د پام وړ لوبه وکړه او دواړو په هر وار بیټنګ کې سلیزې پوره ووهلې.

د هند لوبډلمشر کوهلي وویل: "موږ هوډ درلود چې هدف تر لاسه کړو، د لوبې برابرولو یا ډرا کولو هڅه مو نه کوله".

نوموړي وویل: "ما تېره شپه لوبغاړو ته وویل چې موږ باید سبا د منډو پوره کولو په هدف میدان ته ننوځو. ما په خپلې او د لوبغاړو پر وړتیا باور درلود".

"خو د استرالیا لوبغاړو ډېره ښه مبارزه وکړه، نتن لاین د ستایلو وړ دی".

د سیریز دوهمه ټیسټ لوبه د برسبین لوبغالي کې د دسمبر پر ۱۷مه (چارشنبه) پیلېدونکې ده.

ورته مطالب