ټیري هانري له لوبې لاس په سر شو

د انځور حقوق Getty
Image caption تيري هانري د ارسنل ټيم لپاره تر ټولو ډېر ګولونه کړي

له شل کلنې لوبې وروسته د ارسنل او فرانسې پخواني فوټبال لوبغاړي تيري هانري د تقاعد اعلان وکړ.

د ۱۹۹۸ نړیوالو اتلولیو ګټونکي او د ارسنل د ریکارډ ګول وهونکي هاينري نيويارک ريډ بولز پرېښود. داسې ویل کېدل چې دی کېدای شي له بل کوم کلب سره لوبه وکړي.

۳۷ کلن هانري وویل چې تېر ۲۰ کلونه ده ته ډېر په زړه پوري سفر و. دی به د فوټبال نړیوالو اتلولیو د يوه کارپوه په توګه له سکای سپورټ کانال سره يو ځای شي.

د ۱۹۹۹ او ۲۰۰۷ تر منځ دې فرانسوی لوبغاړي له موناکو، يونټس اوبارسلونا سره ۱۷۵ ګولونه کړي وو. هينري د هر وخت ګول کوونکو په لېست کې په څلورم نمبر دی.

په ۲۰۰۹ کې بارسلونا ته د (چمپينز ليګ) قهرمانۍ جام راوړ او په قرض بېرته د څلورو لوبو لپاره ارسنل ته راوګرځېد.

هانري خپله لومړۍ لوبه د موناکو سره په ۱۹۹۴ کې ترسره کړه او د کلب مرسته يې وکړه.

هانري وویل: زه غواړم چې خپل ټولو مینه والو، د ټيم ملګرو او هغو خلکو چې له موناکو، يونټس، ارسنل، بارسلونا، نيويارک ريډ بولز او د فرانسې ملي ټيم ملاتړي دي مننه کوم چې زما وخت یې په ټيم کې په زړه پوري کړ.

ده زياته کړه هيله لرم څومره چې ما له لوبېدلو خوند واخيست تاسو همدومره له کتلو اخيستی وي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په لندن کې د ارسنل له لوبغالي سره د هانري مجسمه جوړه شوې ده

د هانري د لوبو د پام وړ برخې

۱۱۹۴ د اګست ۳۱ د ۱۷ کالو په عمر له موناکو سره لومړی لوبه وکړه

۱۹۹۸ د نړيوالو اتلوليو ګټونکی

۱۹۹۹ جنوری کې د جييونټژ غړيتوب

۱۹۹۹ اګست د ارسنل غړيتوب وموند

۲۰۰۰ د اروپايي اتلوليو ګټونکې

۲۰۰۷ کې بارسلونا ِغړيټوب په ۱۶.۱ ميليونه ډالر

۲۰۰۹ د ليګ او چمپينز ليګ ګټونکی

۲۰۱۰ کې ايم ال اس، سايډ نيويارک ريډبولز غړيټوب

۲۰۱۲ کې په قرض ارسونل ته بېرته راتګ او او دوه ځله ګول کول

ورته مطالب