شاهد اپريدی د کرکټ له يو ورځنيو لوبو لاس په سر شو

د انځور حقوق AFP
Image caption په ۱۹۹۶ اپرېدي د سريلانکا پر وړاندې تر ټولو چټکه سل اوريزه جوړه کړه

د پاکستان کرېکټ ټيم لوبغاړی شاهد اپريدي وویل چې له ۲۰۱۵ کال وروسته به د يوه ورځنيو لوبو لاس په سر شي

له رسنيو سره په خبرو کې شاهد اپريدي وویل چې نه غواړي په ټيم باندې بوج ووسي او زياته يې کړه چې د خپلو پرېکړو صلاحيت لري او غواړي له ۲۰۱۵ کال وروسته له يو ورځنيو کرېکټ لوبو لاس په سر شي.

شاهد اپريدي وويل دی به شل اوريزې لوبي کوي او کوښښ به وکړي چې خپلې ښه لوبې ته ادامه ورکړي. اپرېدي زياته کړه له ۲۰۱۵ کال وروسته به هم په ۲۰ اوريزو لوبو کې د پاکستان ټيم سره لوبېږي.

د چټکو منډو جوړولو له کبله شاهد اپريدي ته د بوم بوم اپريدي لقب ورکړل شو او ده په يوه ورځينو لوبو کې ۳۴۲ تر ټولو زياتې شپږيزې جوړې کړې دي

د انځور حقوق AFP GETTY
Image caption اپريدي وویل غواړي نړيوالو لوبو کې د ۴۰۰۰ ويکټو او ۸۰۰۰ منډو رپکارډ جوړ کړي.

شاهدي اپريدي په ۱۹۹۶ کې د کرېکټ په نړيوالو لوبو کې د سريلانکا پر وړاندې په ۳۷ توپونو تر ټولو په چټکه سليزه جوړه کړه.

۳۴ کلن شاهد اپريدي په ۳۸۹ يوه ورځنيو ، ۲۷ ټېسټ او ۷۷ شل اوريزو لوبو کې لوبېدلی دی او په يوه ورځنيو لوبو کې يې۳۹۱ وېکټې اخيستې او ۷۸۷۰ منډې يې جوړې کړې دي.

اپرېدي وویل دی غواړي نړيوالو لوبو کې د ۴۰۰۰ وېکټو او ۸۰۰۰ منډو ريکارډ جوړ کړي.

ورته مطالب