مایکل کلارک ښايي تر نړیوال جام لوبو ته چمتو شي

Image caption کلارک د اډلیډ په لوبغالي کې د هند پر وړاندې د لومړۍ ټیسټ لوبې پر مهال، چې استرالیا په ۴۸ منډو وګټله، ټپي شوی و.

د استرالیا د کرېکټ ټیم لوبډلمشر مایکل کلارک ویلي هغه ښايي د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام تر سیالیو له ټپي حالته روغ او لوبې ته چمتو شي.

۳۳ کلن کلارک تېره اوونۍ د لوبې پر مهال ټپي شوی و او وېره یې څرګنده کړې وه چې ښايي لوبیز ژوند یې پای ته ورسېږي.

یوې ورځپاڼې ته په لیکنه کې نوموړي ویلي: "اوسمهال ماته تر ټولو مهمه خبره نړیوال جام سیالیو کې لوبېدل دي".

"له درملنې او عملیات وروسته روغتیايي کارکونکو ماته ډاډ راکړی چې اوس مې صحي حالت ښه دی".

استرالیا به له ګاونډي نیوزیلنډ سره په ګډه د فبرورۍ میاشت له ۱۴مې نېټې د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام کوربتوب کوي.

کلارک د اډلیډ په لوبغالي کې د هند پر وړاندې د لومړۍ ټیسټ لوبې پر مهال، چې استرالیا په ۴۸ منډو وګټله، ټپي شوی و.

د ټیسټ لوبې پر لومړۍ ورځ نوموړی د پیچکاریو په مټ لوبې ته چمتو شوی و خو له یوې ورځې دمې وروسته بېرته بیټنګ ته راغی او سلیزه یې ووهله.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption افغانستان د نړیوال جام خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ پر ۱۸مه د استرالیا په کنبېرا لوبغالي کې د بنګله دیش لوبډلې پر وړاندې کوي.

لومړۍ ټیسټ لوبه کې، چې د پلان له مخې باید د دسمبر پر ۴مه د ګابا په لوبغالي کې ترسره شوې وای، د کلارک ګډون څرګند نه و ځکه نوموړی د نومبر پر څلورمه د سوېلي افریقا پر وړاندې یوه لوبه کې ټپي شوی و.

خو د نومبر پر ۲۷مه د استرالیا کرېکټ لوبغاړي فېلېپ هیوز له مړینې وروسته لومړۍ ټیسټ لوبه وځنډول شوه او کلارک په دغه ټیسټ کې د لوبېدو هوډ څرګند کړ.

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې به ټولټال ۱۴ لوبډلې ګډون کوي چې په دوو ډلو وېشل شوي دي.

افغانستان په (الف) ډله کې دی او تر څنګ یې د انګلستان، استرالیا، سریلنکا، نیوزیلنډ، بنګله دیش او سکاټلند لوبډلې شاملې دي.

په (ب) ډله کې د سوېلي افریقا، هند، پاکستان، ویسټ انډیز، زمبابوې، ایرلنډ او متحده عربي امارات لوبډلې شاملې دي.

هره لوبډله به د خپلې ډلې له ټولو ټیمونو سره یوه یوه لوبه کوي.

افغانستان د نړیوال جام خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ پر ۱۸مه د استرالیا په کنبېرا لوبغالي کې د بنګله دیش لوبډلې پر وړاندې کوي.

ورته مطالب