سعید اجمل نړیوال جام سیالیو کې نه شي لوبېدی

د انځور حقوق AFP
Image caption ۳۷ کلن اجمل په تېرو دریو کلونو کې د پاکستان له خوا تر ټولو ډېرې وېکټې اخیستې دي.

تکړه ورو توپ اچونکي سعید اجمل خپل نوم د کرېکټ ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو لپاره د پاکستان د لوبډلې له لسته ایستلی دی ځکه لا یې د بالنګ بڼه (اکشن) د کرېکټ نړیوالې شورا (آي سي سي) له خوا نه ده منل شوې.

۳۷ کلن اجمل په تېرو دریو کلونو کې د پاکستان له خوا تر ټولو ډېرې وېکټې اخیستې دي.

بالنګ کې پر نوموړي سږ کال د سمپتمبر په میاشت کې د آي سي سي له خوا بندیز ولګول شو.

د اجمل تر څنګ د پاکستان پر الرونډر محمد حفیظ هم د توپ اچونې د ناسمې بڼې له کبله بندیز لګول شوی دی.

حفیظ د خپل بالنګ بڼې بدلولو هڅه کړې او اوس غواړي د آی سي سي تر څار لاندې په نوې بڼه د بالنګ ازموینه ورکړي.

د جنورۍ ۷مه د کرېکټ نړیوال جام سیالیو لپاره د ۱۵ کسیزې لوبډلې د اعلان وروستۍ نېټه ده.

که څه هم د اجمل نوم د پاکستان په لومړني لست کې شامل و خو د غیرقانوني بالنګ بڼې له کبله يې نوم له لسته وایستل شو.

نوموړی غواړي تر هغو د بالنګ بڼې پر سمون کار وکړي او د پاکستان په کورنیو سیالیو کې ولوبېږي چې ډاډه شي د آي سي سي ازموینه ترسره کولی شي.

د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر شهریار خان وویل: (سعید اجمل له نړیوال جام خپله لاس په سر شو.)

(موږ په دې خبر و، که اجمل له نړیوال جام مخکې ازموینه ورکړي او پاتې راشي نو ښايي پر بالنګ یې بندیز تر یو یا دوو نورو کلونو وغځول شي چې دا به د ده د لوبیز ژوند د پای په معنا وو.)

په ورته وخت کې د پاکستان کرېکټ بورډ نړیوال جام سیالیو او نږدې راتلونکې کې نورو لوبو لپاره د معین خان پر ځای نوید اکرم چیما د لوبډلې د منیجر په توګه ګومارلی دی.

د کرېکټ ۲۰۱۵ کال نړیوال جام په استرالیا او نیوزیلنډ کې د فبرورۍ له ۱۴مې د مارچ تر ۲۹مې ترسره کېږي.

افغانستان به د نړیوال جام خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ پر ۱۸مه د بنګله دیش پر وړاندې کوي.

ورته مطالب