د ۲۰۱۵ نړیوال جام لپاره افغان کریکټ لوبډله اعلان شوه

د انځور حقوق

د افغانستان کریکټ بورډ وايي، د ۲۰۱۵ کال د کریکټ نړیوال جام سیالیو لپاره یې ۱۵ کسیزه ملي لوبډله اعلان کړې ده. ټاکل شوې، چې دغه لوبغاړي به په عربي متحدو اماراتو کې د سکاټلنډ او آیرلنډ پر وړاندې او د ۲۰۱۵ کال د اسټرالیا او نوي زیلنډ نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.

د افغانستان د کریکټ بورډ د ۲۰۱۵ کال د کریکټ نړیوال جام سیالیو لپاره خپله پنځلس کسیزه ملي لوبډله اعلان کړه.

کریکټ بورډ وايي، دغه لوبډله یې د لوبغاړو د وروستیو او اوږدمهاله وړتیاوو او تخنیکي اړخونو په پام کې نیولو سره ټاکلې ده.

په پام کې ده، چې نوې ټاکل شوې لوبډله به په متحده عربي امارات کې د سکاټلنډ او آیرلنډ پروړاندې او د ۲۰۱۵ د نړیوال جام سیالیو کې، چې په استرالیا او نوي زیلنډ کې جوړېږي، برخه واخلي.

د ۲۰۱۵ کال کریکټ نړلوال جام لپاره افغان لوبډله:

۱ - محمد نبي عیسی خیل کپتان
۲ - نوروز منګل مرستیال کپتان
۳ - محمد اصغر ستانکزی بیټسمن
۴ - سمیع الله شینواری بیټسمن
۵ - افسر خان ځاځی ویکټ ساتونکی
۶ - نجیب الله ځدراڼ بیټسمن
۷ - ناصر جمال بیټسمن
۸ - میرویس اشرف منډې وهونکی
۹ - ګلبدین نایب منډې وهونکی
۱۰ - حمید حسن تیز توب اچوونکی
۱۱ - شاپور ځدراڼ تیز توب اچوونکی
۱۲ - دولت ځدراڼ تیز توب اچوونکی
۱۳ - افتاب عالم تیز توب اچوونکی
۱۴ - محمد جاوید احمدي منډې وهونکی
۱۵ - عثمان غني بیټسمن
احتیاطي لوبغاړي
۱۶ - شفیق الله شفق
۱۷ - شرف الدین اشرف
۱۸ - عزت الله دولتزی
۱۹ - حشمت الله شهیدي

د ملي لوبډلې مشر روزونکي انډري مولز رسنیو ته وویل، دغه لوبډله تر اوږدو بحثونو او بشپړې ارزونې وروسته ټاکل شوې ده.

دی وايي، چې د ټاکلو په لړ کې یې د هر لوبغاړي وړتیاوې ارزولې او ټولو اړخونو ته یې پام کړی دی.

لوبډله به څلور تنه احتیاطي لوبغاړي هم له ځان سره ولري. چې د شرف الدین اشرف، حشمت شهیدي، شفیق الله شفق او عزت الله دولتزي نومونه پکې دي.

کریکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي، کوم لوبغاړي چې د ټاکنیزې کمېټې له خوا نه دي غوره شوي، لامل یې دا دی چې له معیارونو سره برابر نه وو.

په دې ۱۵ کسیزه لوبډله کې شهزاد، شفق، حمزه هوتک او شهیدي نه دي شامل شوي.

د انځور حقوق
Image caption د ملي لوبډلې مشر روزونکي انډري مولز رسنیو ته وویل، دغه لوبډله تر اوږدو بحثونو او بشپړې ارزونې وروسته ټاکل شوې ده.

ورته مطالب