دهوني له ټېسټ لوبو لاس واخيست

د انځور حقوق AP
Image caption دوني ۲۰۰۷ کال کي د شل اوريزو نړيوالو لوبو جام هم ګټلی و.

د هندوستان کرېکټ لوبډلې کپتان مهندر سېنګ دهوني، د کرېکټ ټېسټ لوبو لاس اخيستی دی.

استراليا کې د ټېسټ لوبو پر مهال مهندر دهوني وویل چې نور نه غواړي په ټېسټ لوبو کې ګډون وکړي.

اوس په راتلونکي کال سېډني کې داستراليا پر وړاندې د ټېسټ لوبو کپتاني ويراټ کولي، کوي.

دوني وويل دی اوس غواړي يوازې د کرېکټ يوه ورځنيو او شل اوريزو لوبو کې ګډون وکړي.

دهوني د هندوستان د کرکټ له مشهورو لوبډلمشرانو او لوبغاړو دی. چې د مشرۍ په وخت کې يې د هندوستان کرېکټ ټېسټ ښه پرمختګ وکړاو دهندوستان کرکټ لوبډلې ۲۷ لوبې ګټلې، چې دا ددې لوبډلې له ښو لاسته راوړنو ګڼل کېږي.

د دهوني ددغې پرېکړې په اړه مالومات د هندوستان کرېکټ بورډ مرستيال سنجې پټيل په يوه خبر پاڼه کې خپاره کړي دي.

بي سي سي آي له لوبود دوني لاس اخيستو خبره منلې او د هندوستان کرېکټ لوبډله کې يې د ښې لوبې له امله ترې مننه وکړه.

دهوني په ۹۰ ټېسټ لوبو کې د منډو جوړولو ۱۴۴ هڅو کې ۱۶ ځله نه و سوځېدلی. په ۲۰۰۷ کال دوني د د شل اوريزو نړيوالو لوبو جام هم ګټلی و.

ورته مطالب