له کرېکټ دباندې دهوني

د انځور حقوق AFP
Image caption ستوري په خپل استعداد ځلېږي او په خپل چلند زړونه خپلوي.

٢٠١٠ کال و، د کرېکټ شل اورېزو اتلوليو د پيل ورځې وې.

د ويىسټ انډيز د سنټ لوشيا په تاوجن ټاپو کې د افغانستان او هند کرېکټ ملي لوبډلو ته د سمندر په غاړه هوټل ورکړل شوى و.

دې واړه ټاپو ته په زرګونو هندي کرېکټ مينه وال راغلي و. ټولو هڅه کوله چې د هندي لوبډلې هوټل ته ورشي.

سنټ لوشيا خورا ارام ټاپو دى، نه امنيتي ستونزې په کې ډېرې دي او نه نوره ناکراري په کې سړى ويني. د کېلو دنگې ونې، د ګنيو ګڼې کروندې او د تودو او پاکو اوبو پراخ سمندر.

ټول ټاپو د درو په بڼه پروت دى. نفوس يې ډېر نه دى ځکه خو شايد ډېر خلک يو بل سره پېژني.

د هنډ د لوبډلې په هوټل کې افغان لوبغاړي هم دېره و. هره شپه به تر ناوخته د هوټلونو شاوخوا گڼ خلک ټول وو. شور به و، سندرې به وې او د وريتو شويو غوښو بوى به و.

د سمندر په غاړه به په پاکو شگو خلک ناست و او د څپو په شور کې به يې خواله کاوه.

يوه افغان لوبغاړي راته وويل "سبا مو د لوبې د گټلو چانس ډېر دى"

خبره يې طبعآ بابېزه راښکاره شوه. هند خورا پياوړې لوبډله درلوده. د لوبغاړي زړه مې نه ماتاوه، غلى شوم.

هغه لوبغاړي راته وويل: " هندي لوبغاړي ټول شراب څښي، مست دي، نشه دي، سبا والله که سمه لوبه وکړي."

د انځور حقوق AP
Image caption دهوني له ټیسټ لوبو لاس په سر شو خو په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې لا هم د هند ملي لوبډلې لوبډلمشر دی.

زما هوټل د لوبډلو له ځايه لږ ليرې و، د پښو لاره وه. رهي شوم، که ګورم د افغان لوبډلې ځينې لوبغاړي راووتل. په دوى کې مې ريس احمدزى هم وليد. راسره شو، ورو ورو پر مخ تلو. پر سبانۍ لوبې مې يې نظر پوښت. ويل يې لوبه ده، ډېر کله بخت او طالع وي.

مخامخ ايم ايس دهوني را روان و. په څپلکو کې گرځېده. لنډ شورټ يې اغوستى و. ريس ته يې لاس ورکړ. راسره ودرېد.

تواضع يې درلوده، داسې غږېده لکه ريس چې د سلګونو لوبو تجربه لرونکى نړيوال ستورى وي او دى د داسې هېواد نوى لوبغاړى وي چې د کرېکټ لوبه په کې لا سمه دود شوې نه ده.

له دې ځايه لس متره ليرې پوليسو پر مينه والو لار بنده کړې وه چې د لوبغاړو امنيت يې ساتلى وي. هلته مې د مينه والو شور اورېده، دهوني دهوني دهوني نارې يې وهلې.

دهوني موسک موسک کېده. ځينو ته يې لاس پورته کاوه. ريس ته يې "گوډ لک" يا ښه مرغ وغوښت. زه ترې رهي شوم.

سبا هندي لوبډله عادي ولوبېده. نور علي ځدراڼ د ځينو زړه خپل کړ، ٥٠ منډې يې خوندورې وې خو لوبه په ١٥ اوور کې د افغان کپتان نوروز منگل په توپ د هندي کپتان دهوني په شپږيزه ختمه شوه.

وروسته له رسنيو سره په خبرو کې دهوني د افغان لوبډلې ستاينې کولې.

اوس چې له پنځه ورځنيو (ټیسټ) لوبو دغه هندي ستورى لاس په سر شو د ٢٠١٠ کال انځور يې راياد شو.

ستوري په خپل استعداد ځلېږي او په خپل چلند زړونه خپلوي.

ورته مطالب