د ناقانونه درملو کارولو پر سر بندیز څلور کاله شو

د انځور حقوق Getty
Image caption له ۱۸ میاشتنۍ څېړنې وروسته وادا د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې د ناقانونه درملو ضد نوی قانون ومانه.

د نوي قانون پر بنسټ د ۲۰۱۵ کال جنورۍ میاشت له لومړۍ نېټې د ناقانونه درملو کارولو پر سر پر لوبغاړو د بندیز لږ تر لږه موده څلور کاله شوې ده.

د ناقانونه درملو نړیوال قانون، چې د نړۍ پر ټولو لوبو پلی کېږي، د بدلون له مخې د بندیز موده له دوو نه څلورو کالو ته لوړه شوې ده.

د نورو بدلونونو له مخې به د ازموینو نه ترسره کولو په صورت کې له لوبغاړو سره لږه نرمي کېږي. خو د څېړونکو د کار د اسانتیا لپاره د بندیز موده کمېدای شي.

د بریتانیې د سپورت وزیرې هیلین ګرانټ ویلي بدلونونه به "په نړۍ کې پاک لوبغاړي په لا ښه ډول خوندي کړي."

نوموړې په خپله وینا کې وویل:

"که نوی قانون په بریالیتوب سره پلی شي نو دا به د یوه نوښتګره او ناقانونه درملو ضد پروګرام په معنا وي چې تر بل هر وخت به پراخ وي او لا زیاتو لوبغاړو ته به لاسرسی ولري."

"د پروګرام کارکونکو او د لوبو د مینه والو شمېر به ورسره زیات شي. ټول غواړي چې له ناقانونه درملو پاکې او رڼې لوبې وګوري."

اغلې ګرانټ همدا راز وویل: "سزاګانې به سختې شي، نه یوازې لوبغاړو ته بلکې هغو ته هم چې د ناقانونه درملو کارولو بهیر کې مرسته کوي."

د ۱۲ میاشتو موده کې د دریو ټاکل شویو ازموینو نه ترسره کولو په صورت کې د بندیز موده له ۱۸ میاشتو تر دوو کلونو پورې زیاته شوې ده.

که څه هم د قصدي درغلۍ سزا د څلورو کلونو بندیز دی، هغه لوبغاړي چې "په ناقصدي ډول او د ناپامۍ" په حالت کې غیرقانوني درمل کاروي، د دوو کلونو بندیز به پرې لګول کېږي.

خو که دغه لوبغاړي "داسې معتبر اسناد ولري چې وښيي دوی په قصدي ډول درغلي نه ده کړې" نو ښايي د بندیز موده یې کمه کړای شي.

د ناقانونه درملو ضد نړیواله ادارې (وادا) ویلي د ۲۰۱۵ کال نوی قانون د هغو لپاره ډېر هڅونکی دی چې ناقانونه درملو کارولو کې ښکېل خلک افشا کوي او په دې تړاو "د پام وړ همکاري" کوي.

وادا وویل: "په سرغړونې او جرم اقرار کول ښايي د بندیز موده را کمه کړي خو په دې اړه به وروستۍ پرېکړه وادا کوي."

"په غیر استثنايي قضیو کې وادا دا واک لري چې بندیز په بشپړ ډول لرې کړي او د هغو کسانو مالومات محرم وساتي چې په دې اړه وادا سره مرسته کوي."

له ۱۸ میاشتنۍ څېړنې وروسته وادا د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې د ناقانونه درملو ضد نوی قانون ومانه.

ورته مطالب