ویسټ انډیز پر ۶ وېکټو ۲۷۶ منډې کړې

Image caption ویسټ انډیز لپاره ستونزه دا وه چې یو توپوهونکي هم اوږده لوبه و نه شوه کړای چې سلیزې ووهي.

ویسټ انډیز او سوېلي افریقا تر منځ د دریو ټیسټ لوبو د لړۍ د وروستۍ لوبې د لومړۍ ورځې تر پایه ویسټ انډیز د ۶ وېکټو پر سر ۲۷۶ منډې وکړې.

د لوبې پچه د ویسټ انډیز لوبډلمشر او وېکټ ساتونکي دېنیش رامدېن وګټله او لومړې یې کوربه لوبډلې سوېلي افریقا ته د بالنګ بلنه ورکړه.

رامدېن په تېرو دوو ټیسټ لوبو کې هم پچه ګټلې وه خو دا یې لومړی ځل دی چې بیټنګ ته ملا تړي.

د ویسټ انډیز د سر لوبغاړی کرېګ براتوېت یوازې په اوو منډو وسوځېد خو ورپسې درې لوبغاړو ښه بیټنګ وکړ.

د سر بل لوبغاړي ډېون سمیت ۴۷، لیون جانس ۵۴ او تجربه لرونکي بیټسمین مارون سیمویلز ۴۳ منډې وکړې.

د دغو دریو واړو لوبغاړو د ښه بیټنګ په مټ ویسټ انډیز یو مهال ۱۳۱ منډې درلودې او دوه لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وو.

خو ستونزه دا وه چې یو یې هم اوږده لوبه و نه شوه کړای چې سلیزې ووهي.

ویسټ انډیز بیا درې پرله پسې وېکټې له لاسه ورکړې او منډې یې پر ۵ لوبغاړو ۱۷۲ شوې.

دغه مهال جرمېن بلیکووډ او لوبډلمشر رامدېن بیټنګ کې ښه ملګرتیا وکړه او د ویسټ انډیز منډې یې پر ۵ لوبغاړو ۲۶۶ ته ورسولې.

رامدېن پنځوسیزه ووهله او پر ۵۳ منډو وسوځېد خو ویسټ انډيز د ورځې تر پایه بله وېکټه له لاسه ور نه کړه او پر ۶ وېکټو یې ۲۷۶ منډې وکړې.

د سوېلي افریقا له لورې تېز بالر ډېل سټین ۲ او او ورو توپ اچونکي سیمن هارمر ۳ وېکټې واخیستې.

ورته مطالب