افغان لوبډله څلورو نړیوالو لوبو لپاره اماراتو ته ولاړه

Image caption تر دې وړاندې ملي لوبډله نږدې یوه میاشت مخکې اماراتو سره په څلورو یو ورځنیو لوبو کې په نهیلي کونکي ډول ۱-۳ پاتې راغلې وه.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن (جنورۍ دریمه) د سکاټلنډ او ایرلنډ ملي لوبډلو پر وړاندې د څلورو نړیوالو یو ورځینیو سیالیو په موخه د متحده عربي اماراتو په لورې ولاړه.

ملي لوبډله به د خپل سفر په ترڅ کې څلور یو ورځنۍ لوبې کوي چې دوه یې د ایرلنډ او دوه د سکاټلنډ لوبډلو پر وړاندې دي.

لومړنۍ لوبه یې د روانې میاشتې پر اتمه د سکاټلنډ پر وړاندې، دوهمه په ۱۰مه نېټه د ایرلنډ، دریمه په ۱۴مه نېټه د سکاټلنډ او وورستۍ په ۱۷مې نېټه د ایرلنډ پر وړاندې دي.

دغه لوبې داسې مهال کېږي چې د ۲۰۱۵ کال کرېکټ یو ورځنیو لوبو نړیوال جام سیالیو ته یوزاې یوه میاشت او څو ورځې پاتې دي ځکه نو مهمه ده چې افغان لوبغاړي په دغو لوبو کې ښه وځلېږي او نړیوال جام ته خپل چمتووالی بشپړ کړي.

افغانستان به دوه لوبې د ورځې له خوا او دوه نورې له غرمې وروسته (ډې نایټ) کوي.

Image caption د کرېکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش وویل: "هیله لرم چې ملي لوبډله به ډک لاسونه هیواد ته راستنیږي او د نړیوال جام سیالیو په لور به د بریا له تکل سره سفر ولري".

تر دې وړاندې ملي لوبډله نږدې یوه میاشت مخکې اماراتو سره په څلورو یو ورځنیو لوبو کې په نهیلي کونکي ډول ۱-۳ پاتې راغلې وه.

افغانستان به د نړیوال جام سیالیو په لړ کې خپله لومړنۍ لوبه د بنګله دیش پر وړاندې د فبرورۍ میاشتې پر ۱۸مه کوي.

ملي لوبډله به په خپل ګروپ کې د پنځو نورو ټیمونو سریلنکا، سکاټلنډ، استرالیا، نیوزیلنډ او انګلستان سره هم لوبې کوي.

د ملي لوبډلې مشر روزونکي انډي مولز رسنیو ته د تلو پر مهال وویل ملي لوبډله ښه چمتووالی لري او ټول ټاکل شوي لوبغاړي به د دغو سیالیو په ترڅ کې له تمې سره سم، ښې وړتیاوې له ځانه وښیي.

د کرېکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش وویل: "زموږ مزل تر نړیوال جام پورې د لنډو ورځو دی. زموږ ملي لوبډله به له ټولو چمتو شویو سیالیو څخه د نړیوال جام لپاره نوې زده کړې کوي."

"هیله لرم چې ملي لوبډله به ډک لاسونه هیواد ته راستنیږي او د نړیوال جام سیالیو په لور به د بریا له تکل سره سفر ولري".

ورته مطالب