نیوزیلنډ پر وړاندې د سریلنکا توپوهونکي بیا پاتې راغلل

Image caption سریلنکا لپاره د هیلې یوازینې نښه د دوی تجربه لرونکی بیټسمین کمار سنګاکارا دی چې د ورځې تر پایه یې ناسوځېدلې ۳۳ منډې کړې وې.

نیوزیلنډ او سریلنکا تر منځ د دوو ټیسټ لوبو د لړۍ د دوهمې لوبې د لومړۍ ورځې تر پایه سریلنکا د نیوزیلنډ د ۲۲۱ منډو په بدل کې ۷۸ منډې کړې او ۵ وېکټې یې لاسه ورکړې دي.

د لوبې پچه سریلنکا وګټله او لومړی یې کوربه لوبډلې نیوزیلنډ ته د بیټنګ بلنه ورکړه.

نیوزیلنډ لومړۍ وېکټه په ۳۱ او دوهمه په ۶۲ منډو له لاسه ورکړه خو د دریمې وېکټې لپاره کېن ویلیمسن او راس ټېلر ښه ملګرتیا وکړه. وېلیمسن پر ۶۹ او ټېلر پر ۳۵ منډو وسوځېدل.

تر دې وروسته د سریلنکا بالران ښه وځلېدل او د نیوزیلنډ پاتې یو بیټسمین یې هم ډېرو منډو کولو ته پرېنښودل.

یو مهال نیوزیلنډ پر ۱۴۱ منډو ۲ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو خو پاتې وېکټې یې ژر ژر له لاسه ورکړې او ټوله لوبډله پر ۲۲۱ منډو وسوځېده.

د سریلنکا له خوا نږدې ټولو بالرانو ښه توپ اچونه وکړه. نوان پردیپ ۴، سورنګا لکمل ۳ او دمیکا پراساد ۲ وېکټې واخیستې.

خو داسې ښکاري چې د سریلنکا توپوهونکو د خپلو بالرانو د لوبې ښه ننداره یو ځل بیا بې فایدې کړه.

دوی د ورځې تر پایه یوازې پر ۷۸ منډو خپل د سر ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د نیوزیلنډ ډګ بریسویل په زړه پورې بالنګ وکړ او د سریلنکا ۳ لوبغاړي یې یوازې د ۲۳ منډو په بدل کې وسوځول.

دوه نورې وېکټې تېزو بالرانو ټرینټ بولټ او ټېم ساوتي واخیستې.

سریلنکا لپاره د هیلې یوازینې نښه د دوی تجربه لرونکی بیټسمین کمار سنګاکارا دی چې د ورځې تر پایه یې ناسوځېدلې ۳۳ منډې کړې وې.

یاده دې وي چې لومړۍ ټیسټ لوبه نیوزیلنډ پر ۸ وېکټو ګټلې ده او دغه راز په سیریز کې ۱-۰ مخکې دی.

بل خوا د سوېلي افریقا بالرانو د دریم ټیسټ پر دوهمه ورځ د ویسټ انډیز ټوله لوبډله پر ۳۲۹ منډو وسوځوله.

تېزو بالرانو ډېل سټین او مورنې مورکل په ترتیب ۴ او ۲ وېکټې او ورو توپ اچونکي سیمن هارمر ۳ وېکټې ترلاسه کړې.

په ځواب کې سوېلي افریقا د دوهمې ورځې د غرمې ډوډۍ تر وقفې ۴۸ منډې کړې او یو لوبغاړی یې سوځېدلی دی.

ورته مطالب