استراليا د سېډني ټېسټ لوبو کې

د انځور حقوق AFP

سېډني کې د شپږم او وروستي ټسټ لوبو پر لومړی ورځ استراليا د دوو وکېټو پر بايللو ۳۴۸ منډې جوړ کړې دي.

د استراليا له خوا لومړيو څلورو لوبغاړو ۵۰ منډې جوړې کړې. د لوبې تر وروستيو شين واټسن ۶۱ او کپتان سټيون د ۸۲ منډو بټېنک کاوه.

ډېوډ وارنر په ۱۶ شپږيزو تر ټولو چټکې سليزه وکړه او رامچندر ايشون يې وسوځاوه. بل پلو ته لوبه پرانيستونکي کرېس روجرز پر ۹۵ منډو محمد شامي وسوځاوه.

د استراليا کپتان سټيون پچه وګټله او لومړۍ يې د لوبې پرېکړه وکړه. دواړو لوبه پرانيستونکو په چټکۍ منډې جوړې کړې او د لوبې ښه پيل يې وکړ.

په ملبورن کې درېيم ټېسټ لوبه بې له پايلې ختمه شوه.

دويم ځل ټېسټ لوبو کې استراليا هندوستان ته د يوه پر مقابل کې پر دوو ماته ورکړه.