جنوبي افريقا ويسټ انډيز ته ماته ورکړه

Image caption جنوبي افريقا او وېسټ انډيز لوبډلې به په دريو شل اوريزو او پنځه يو ورځنيو لوبو کې د کرېکټ نړيوالو اتلوليو کې لوبېږي

د جنوبي افريقا د کرېکټ نړيوالې لوبډلې په شپږو وېکټو وېسټ انډيز ته ماته ورکړه.

جنوبي افريقا مخکې هم لومړۍ ټېسټ لوبه ګټلې او دوهمه يې مساوي کړې وه او له دې کبله د ټېسټ لوبو په کتار کې يې لومړی ځای خپل کړی و.

د دې لوبې ګټلو لپاره جنوبي افريقا ته د ۱۱۵ منډو اړتيا وه، چې په اسانۍ سره يې وکولای شوای دومره منډې جوړې کړي.

د جنوبي افريقا او ويسټ انډيز لوبډلې به په دريو شل اوريزو او پنځه يو ورځنيو لوبو کې په فبرورۍ کې د کرېکټ يو ورځنيو نړيوالې اتلولۍ لوبو کې له يو بل سره لوبېږي.

د جنوبي افريقا د کرېکټ لوبډلمشر هاشم امله ۳۸ منډې جوړې کړې او سوځېدلی نه و.

د جنوبي افريقا يو بل لوبغاړي الوېرو پېټرېسن ۴۲ منډې جوړې کړې او ويې ويل چې له دغو لوبو وروسته به له نړيوال کرېکټ څخه لاس اخلي.

پېټرېسن خپله لومړۍ نړيواله لوبه په ۲۰۰۶ کال کې تر سره کړې وه.

دغه ۳۴ کلن لوبغاړی په ۳۶ ټېسټ لوبو، ۲۱ يو ورځنيو او دوو شل اوريزو نړېوالو لوبو کې برخه اخيستې وه.

په ۲۰۱۲ کال کې د انګلستان پر خلاف ۱۸۲ منډې جوړې کړې وې.

ده وويل "زه غواړم د راتلونکو دريو کلونو لپاره په کورنيو لوبو کې برخه واخلم او همدارنګه غواړم د کرېکټ کامنټري وکړم "