شهزاده علي بن الحسین د ۲۰۱۵ کال فیفا مشرۍ ته کاندید شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه ۳۹ کلن شهزاده ویلي، د سویس په زوریخ ښار کې به ټاکنې ترسره کېږي

د فوټبال د نړیوال فدراسیون مرستیال مشر او د اردن او لوېديځې اسیا د فوټبال فدراسیون مشر اردني شهزاده علي بن الحسین ویلي، د روان ۲۰۱۵ کال د مشرۍ لپاره یې د ځان کاندیدولو نیت کړی دی.

په پام کې ده چې د فیفا د مشر ټاکلو انتخابات د روان کال په مې میاشتې کې وشي.

دغه ۳۹ کلن شهزاده ویلي، د سویس په زوریخ ښار کې به ټاکنې ترسره کېږي.

شهزاده علي د سې شنبې په ورځ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي،"د فوټبال د نړیوال فدراسیون د مشر کېدو لپاره ځکه ځان وړ کس بولم، چې زما په باور اوس له اداري افشاګریو څخه سپورت ته باید ډېر اهم ورکړل شي."

نوموړی وايي:"دا یوه اسانه پرېکړه نه وه، بلکې تر ډېر سوچ وروسته مو هوډ وکړ، او په فدراسیون کې مو له خپلو ټولو ملګرو سره په ورستیو میاشتو کې سلامشورې وکړې."

دغه اردني شهزاده دا هم ویلي چې:"ډېر داسې پیغامونه را رسېدلي چې وايي، اوس د بدلون وخت رارسېدلی، او نړیواله لوبه یوه ښه اداره کوونکي پلاوي ته اړتیا لري. یوه داسې خدمتګار نړیوال اتحاد ته اړتیا ده چې د اخلاقو، شفافیت او ښې مشرۍ کولو یوه نمونه وي."

د ویلو ده چې شهزاده علي د فیفا یو له هغو جګپوړو مشرانو څخه و، چې په ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو کې یې په روسیه او قطر کې وضعیت ته په کتلو سره د فوټبال د اتلولویو جوړېدو د ځانګړي راپور خپرېدل غوښتي وو.

ورته مطالب