افغانستان سکاټلنډ ته په کرېکټ کې ماتې ورکړه

غني جاويد
Image caption جاويد احمدي او عثمان غني د بري بنسټ کېښود

د عثمان غني او جاويد احمدزي خورا تېزو ١٢١ منډو ملگرتيا د افغانستان د دې بري بنسټ کېښود.

د دوبۍ له لړې ډک سهار کې پچه افغان کپتان محمد نبي وگټله او سکاټلنډ ته يې د منډو بلنه ورکړه.

د وخت ضايع کېدا لوبه له ٥٠ اوورونو ٤٥ ته راکښته کړه.

سکاټلنډ په دريم توپ خپل لومړى لوبغاړى د دولت ځدران په توپ او د افسر ځاځي په کېچ له لاسه ورکړ.

خو سکاټلنډي لوبغاړو تر پايه تېزه لوبه وکړه.

گارډنر په ١٠٥ توپونو ٩٦ منډې وکړې چې ١٤ څلورېزې په کې وې.

افغانستان څلور تېز بالران ولوبول چې څلورو سرو برى وموند.

دولت ځدراڼ درې، ميرويس اشرف دوه، حميد حسن او گلبدين نايب يو يو کس وسوځول.

سکاټلنډ د اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو د ٢٣٨ منډو سخت هدف وټاکه.

د افغانستان په لوبډله کې د نوروز منگل او اصغر ستانکزي په څېر تجربه لرونکي لوبغاړي نه وو.

خو زلمي لوبغاړو عثمان غني يوازې په ٣٩ توپونو ٤٨ منډې وکړې.

ده يوه شپږيزه او شپږ څلورېزې ووهلې.

له عثمان غني سره جاويد احمدي ښه ملگرتيا وکړه.

جاويد په ٨١ توپونو ٧٤ منډې وکړې چې د ده په لوبيز ژوند کې تر ټولو ډيرې وې.

جاويد هم يوه شپږيزه خو نهه څلوريزې لرلې.

Image caption افغان لوبغاړو خورا تېزې منډې وکړې

په ١٣٦ منډو دغه دواړه لوبغاړي وسوځېدل او دوه نور زلمي ډگر ته راوووتل.

ويکټ ساتونکي افسر ځاځي ورو او ورسره ناصر جمال تېزه خو کابو شوې لوبه پيل کړه.

دوى دواړو په ١٦ نيمو اوورونو کې د ١٠٤ منډو ناسوځېدلې ملگرتيا وکړه.

ناصر جمال چې د خپل لوبيز ژوند يوازې دريمه لوبه يې کوله په ٥٢ منډو ناسوځېدلى پاتې شو.

دۀ يوازې په ٥١ توپونو د شپږو څلوريزو په مرسته دا منډې وکړې.

افسر ځاځى په پرتليز ډول ورو ولوبېده خو د پنځو څلوريزو په مرسته يې په ٥٨ توپونو ناسوځېدلې ٤٨ منډې وکړې.

افغانستان ته لا اووه اوورونه پاتې و چې دا لوبه يې وگټله.

د دې درې هېواديزو لوبو په لړۍ کې ايرلنډ هم شته او هڅه دا ده چې د ٢٠١٥ کال نړيوالو اتلوليو ته لوبډلې پرې چمتو شي.

ورته مطالب