د افغانستان وردګو کې لوبغالي جوړ شول

د انځور حقوق wardag province
Image caption چارواکي وايي په وردګو کې د لويو وړو ٣٦ لوبغاليو د جوړولو نيت لري

د وردګو ولايت چارواکي وايي دغه لوبغالي په څه کم ٥٠ زره امريکايي ډالرو جوړ شوي دي.

لګښت يې د کليو پراختيا او بيا رغونې ادارې له لوري ورکړل شوی دی.

دا لوبغالي د نرخ ولسوالۍ په يوه لېسه کې ځوانانو ته جوړ شوي دي.

ځايي چارواکي وايي دغه لوبغالي د څلوېښت متره پراخوالي او اتيا متره اوږدوالي لري چې د دريو مياشتو په اوږدو کې جوړ شوي.

هيله دا ده چې له لوبغاليو به له زده کوونکو سربېره د سيمې نور ځوانان هم ګټه واخلي.

چارواکي وايي په وردګو کې د لويو وړو ٣٦ لوبغاليو د جوړولو نيت لري چې دريمه برخه يې يا جوړه شوې او يا هم د جوړېدا په حال کې ده.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له نسکورېدا راهيسته د لوبو په برخه کې ډېر پرمختګ شوى دى.

په بېلا بېلو ولايتونو کې لوبغالي جوړ شوي دي.

افغان لوبغاړو د کرېکټ، جودو، فوټبال او په نورو سياليو کې په نړيواله او سيمه ييزه کچه مډالونه ګټلي دي.

په همدغو کلونو کې په لومړي ځل افغانستان په اولمپيک لوبو کې مډالونه وګټل.

افغانستان په کرېکټ کې نړيوالو اتلوليو ته په لومړي ځل لار ومونده او په فوټبال کې يې د سويلي اسيا د اتلوليو وياړ خپل کړ.

لوبغاړي وايي چې د شرايطو له ښه کېدا او د لوبغاليو په جوړېدا به يې وړتيا او پايلې لا ښې شي.