سریلنکا د دېلشان د سلیزې په مټ نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د انځور حقوق AFP
Image caption دېلشان په ۱۲۷ توپونو ۱۱۶ منډې وکړې چې ۱۷ څلوریزې په کې شاملې دي.

سریلنکا د یو ورځنیو لوبو د لړۍ په دوهمه سیالۍ کې کوربه نیوزیلنډ ته د سر لوبغاړي تېلکرتنې دېلشان د سلیزې په مټ په ۶ وېکټو ماته ورکړه او سیریز یې ۱-۱ برابر کړ.

د نیوزیلنډ د لوبډلمشر برېنډن میککلم شانداره سلیزه د کوربه لوبډلې لپاره بې فایدې شوه. میککلم یوازې پر ۹۹ توپونو ۱۱۷ منډې وکړې.

پچه نیوزیلنډ وګټله او لومړی یې د بیټنګ پرېکړه وکړه.

میککلم له مارټېن ګپټل سره د بیټنګ په ملګرتیا کې د خپلې لوبډلې منډې په ۳۰ اورونو کې پر ۳ وېکټو ۱۵۸ ته رسولې وې.

ګپټل په ۳۴ منډو وسوځېد خو پاتې لوبغاړو د میککلم ملګرتیا و نه شوای کولی چې له کبله یې نیوزیلنډ په ۵۰ اورونو کې یوازې ۲۴۸ منډې جوړې کړې.

د سریلنکا له لوري سچېترا سینانایکې او رنګنا هېرات ۲، ۲ او نوان کوله سیکرا او جیون مینډس ۱، ۱ وېکټه واخیسته.

سریلنکا په بیټنګ کې کوربه لوبډلې ته د سر لوبغاړي دېلشان د سلیزې په مټ پیاوړی ځواب ورکړ.

سریلنکا لومړۍ وېکټه په ۶۴، دوهمه په ۱۱۶ او دریمه وېکټه په ۱۶۳ منډو له لاسه ورکړه خو د څلورمې وېکټې لپاره د لوبډلمشر مشر انجېلو میتیوز او دېلشان ملګرتیا برخلیک ټاکونکې وه.

دوی د سریلنکا منډې په ۴۶ اورونو کې ۲۳۶ ته رسولې وې چې دېلشان پر ۱۱۶ منډو وسوځېد.

ګتې ته پاتې ۱۲ منډې میتیوز پوره کړې او د لوبې تر پایه یې ناسوځېدلې ۳۹ منډې وکړې. د نیوزیلنډ له لورې مټ هنري ۲ او اډم مېلنې او نیتن میککلم ۱، ۱ وېکټه واخیسته.

د سریلنکا دېلشان د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی وګڼل شو.

د دواړو لوبډلو تر منځ دریمه یو ورځنۍ لوبه د جنورې پر ۱۷مه (شنبه) کېږي.

لومړۍ لوبه کوربه نیوزیلنډ پر ۳ وېکټو ګټلې وه.

ورته مطالب