پاکستانی بالر محمد عامر ښايي ژر کرېکټ ته ستون شي

Image caption د نوموړي پنځه کلن بندیز روان کال اګست میاشت کې بشپړېږي.

د پاکستان تېز توپ اچونکي محمد عامر ته ښايي وروسته له هغه راتلونکی میاشت په لومړۍ درجه کرېکټ میچونو کې د لوبېدو اجازه ورکړل شي چې د درغلۍ په تړاو د نوموړي د پنځه کلن بندیز شرایط نرم کړای شول.

د بندیز تر څنګ، عامر او دوه نور پاکستاني لوبغاړي سلمان بټ او محمد آصف په کرېکټ لوبو کې د درغلۍ او شرط تړلو په یوې قضیې کې پر شپږ میاشتې بند محکوم شوي وو.

د کرېکټ نړیوالې شورا (آي سي سي) د فساد ضد خپل قانون ته بیا کتنه کړې چې له مخې یې هغه لوبغاړي چې بندیز پرې لګول شوی وي، د بندیز له ختمېدو مخکې، لومړۍ درجه کرېکټ لوبې کولی شي.

آی سي سي به راتلونکې اوونۍ پرېکړه کوي چې ۲۲ کلن عامر لومړۍ درجه لوبو ته ستنېدای شي که نه.

د نوموړي پنځه کلن بندیز روان کال اګست میاشت کې بشپړېږي.

پر عامر، سلمان بټ او آصف په ۲۰۱۰ کال کې د انګلستان او پاکستان تر منځ د انګلستان په لارډ لوبغالي کې د یوه ټیسټ لوبې پر مهال د یوې ځايي ورځپاڼې له لورې د درغلۍ تور لګول شوی و.

عامر او آصف په دغه لوبه کې په قصدي توګه د (نو بال) کولو په تور کې ګرم وبلل شول چې د هغه مهال پاکستاني لوبډلې کپتان سلمان بټ هم له دوی سره یو لاس و.

د پاکستان د کرېکټ بورډ یوه ویاند ویلي: "تمه ده چې عامر ته د لومړۍ درجه کرېکټ میچونو کې د لوبېدو اجازه ورکړل شي".

ورته مطالب