آسیايي لوبو کې د ایران غوښتنه 'رد' شوه

د انځور حقوق AP
Image caption د آسیايي ولسونو د فوټبال سیالۍ په ۱۹۵۶ کال پیل شوې چې ایران یې درې ځلې اتلولي ګټلې ده.

د آسیا د فوټبال فدراسیون د یکشنبې په ورځ تر درو پرله پسې ناستو وروسته د ایران هغه غوښتنه ونه منله،‌ چې وايي عراقي لوبغاړي علا عبدالزهرا د لوبې پرمهال نیروزا توکي کارولي وو.‌

د لوبې په پایله کې کوم بدلون رانغی‌.

د ایران او عراق ترمنځ‌ تر لوبې وروسته د اسیايي ولسونو د جام پر مهال، د ایران د فوټبال فدراسیون ادعا وکړه چې عراقي لوبغاړي علا عبدالزهرا ټګي برګي کړې ده، چې په وینا یې د عراق لوبډله باید له لوبو وایستله شي.

د ایران د محصلینو خبري آژانس (ایسنا) د راپور له مخې، د آسیا د فوتبال فدراسیون سمبالوونکې کمېټې د ایران له خوا وړاندې شویو اسنادو تر بشپړې څېړنې او مفصلو ناستو وروسته، د ایران وړاندیز رد کړ.

فدراسیون اعلان وکړ چې د عراق د فوټبال ملي لوبډله دې په آسیايي لوبو کې لوبېدو ته دوام ورکړي.

د راپور له مخې،‌ د ایران د فوټبال لوبډلې سرپرست مهدي محمد نبي، د ایران د وړاندیز د ارزونې په ناسته کې حاضر و،‌ خو د نوموړي ټینګار دا و چې د جلسې پرېکړه د ایران په زیان تمامه شوه.‌

د ایران او عراق د ملي لوبډلو ترمنځ لوبه په کانبرا کې د جمعې ورځې د څلورم نهايي پړاو پرمهال وشوه.‌

که څه هم لوبه درې په درې ګولو پینلټي‌ته ووته،‌ خو په پای کې ایران د بې قانونۍ له کبله له سیالیو ووت.‌

د ایران لوبډلې پاتې لوبغاړي د شکایتونو د اورېدو د پایلې تر اعلانېدو پورې په استرالیا کې پاتې شول،‌ خو د دوشنبې په ورځ له استرالیا نه تهران ته ستانه شول.

د آسیايي ولسونو د فوټبال سیالۍ په ۱۹۵۶ کال پیل شوې چې ایران یې درې ځلې اتلولي ګټلې ده.

خو ایران په ۱۳۵۷ کال په ایران کې له کودتا وروسته ونه شوای کړی چې ددغو سیالیو پایلوبو ته لاره ومومي.