سریلنکا د سنګاکارا سلیزې په مټ وروستۍ لوبه وګټله

د انځور حقوق Getty
Image caption سنګاکارا تر پایه ودرېد او پر ۱۰۵ توپونو یې ۱۱۳ ناسوځېدلې منډې وکړې چې ۱۴ څلوریزې په کې شاملې وې.

سریلنکا د نیوزیلنډ پر وړاندې د اوو یو ورځنیو لوبو د سیریز په وروستۍ لوبه کې د تجربه لرونکي بیټسمین کمار سنګاکارا د سلیزې په مټ کوربه نیوزیلنډ ته پر ۳۴ منډو ماته ورکړه.

دغه راز سریلنکا د اوو لوبو دغه لړۍ نیوزیلنډ ته د ۲-۴ په توپیر وبایلله. یوه لوبه د باران له کبله لغوه شوې وه.

په نننۍ لوبه کې سنګاکارا د سلیزې تر څنګ د وېکټ ساتونکي په توګه په یو ورځنیو لوبو کې د تر ټولو ډېرو توپوهونکو سوزولو ریکارډ هم مات کړ.

نوموړي پرون د وېکټ ساتونکي په توګه د سوځول شویو لوبغاړو شمېر ۴۷۳ ته ورساوه چې ۳۷۷ یې په کیچ اخیستلو او ۹۶ په سټمپ سوځولي دي، او د استرالیايي تقاعد شوي ویکټ ساتونکي اډم ګېلکریسټ ریکارډ یې مات کړ.

د نن ورځې لوبې پچه سریلنکا وګټله او لومړی یې د بیټنګ پرېکړه وکړه.

سریلنکا له پیله ښه بیټنګ وکړ او د دوهمې وېکټې لپاره د سر لوبغاړي تېلېکرتنې دېلشان او سنګاکارا د ۱۰۴ منډو ملګرتیا وکړه.

دوی په ۳۳ اورونو کې د خپلې لوبډلې منډې ۱۷۵ ته رسولې وې چې دېلشان پر ۸۱ منډو وسوځېد.

خو سنګاکارا تر پایه ودرېد او پر ۱۰۵ توپونو یې ۱۱۳ ناسوځېدلې منډې وکړې چې ۱۴ څلوریزې په کې شاملې وې.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په نننۍ لوبه کې سنګاکارا د سلیزې تر څنګ د وېکټ ساتونکي په توګه په یو ورځنیو لوبو کې د تر ټولو ډېرو توپوهونکو سوزولو ریکارډ هم مات کړ.

سریلنکا په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۶ وېکټو په سر ۲۸۷ منډې وکړې.

د نیوزیلنډ له لورې ټېم ساوتي ۲ او کوري انډرسن ۳ وېکټې واخیستې.

په ځواب کې نیوزیلنډ یوازې پر ۴۲ منډو د سر ۳ لوبغاړي له لاسه ورکړل.

خو کېن ویلیمسن هڅه وکړه خپله لوبډله له ستونزو وژغوري او یو څه مقاومت یې وکړ.

نوموړي پر ۸۳ توپونو ۵۴ منډې وکړې. د ده تر څنګ لوک رونچي ۴۷، ډینیل ویټوري ۳۵ او کایل میلز ۳۰ منډې وکړې خو نیوزیلنډ هدف لاسته راوړلو کې پاتې راغی.

د سریلنکا نږدې ټولو بالرانو ښه بالنګ وکړ. نوان کولسیکرا، شمېندا ایرنګا او دشمنتا چمیرا ۲، ۲ وېکټې واخیستې.

د نیوزیلنډ ټوله لوبډله په ۴۶ اوور کې پر ۲۵۳ منډو وسوځېده.

ورته مطالب